Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پاکستان ته د اوسپنې د قاچاق په تور ۷ کسان نيول شوي

لښکرګاه (پژواک، ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۱): د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي چې تېره ورځ د دغه ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې پاکستان ته د اوسپنې د قاچاق په تور ۷ کسان نيول شوي دي.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال مولوي محمد قاسم ریاض پژواک ته وویل چې پرون د یاد ولایت امنیتي ځواکونو د ګرمسېر په بنادر سیمه کې اووه کسان له يو موټر سره يوځای چې اوسپنه په کې بار وه، نيولي دي.

ده وویل، يادو کسانو غوښتل چې اوسپنه په قاچاقي ډول پاکستان ته انتقال کړي.

د يادونې ده، له دې مخکې هم څو ځلې په یاده ولسوالۍ یو شمېر کسان پاکستان ته د اوسپنې او مسو د قاچاق په تور نیول شوي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.