ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فاریاب کې یوه ۱۴ کلن هلک خپل ۷۰ کلن پلار په تبر وژلی

فاریاب کې یوه ۱۴ کلن هلک خپل ۷۰ کلن پلار په تبر وژلی

author avatar
2 Jul 2022 - 13:00
فاریاب کې یوه ۱۴ کلن هلک خپل ۷۰ کلن پلار په تبر وژلی
author avatar
2 Jul 2022 - 13:00

میمنه (پژواک، ۱۱ چنگاښ ۱۴۰۱): په فاریاب ولایت کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي، یوه ۱۴کلن هلک خپل ۷۰ کلن پلار د تبر په وسیله وژلی دی.

له جنايي جرمونو سره د مبارزې رييس مفتي محمد اسماعيل فرقاني پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه پېښه تېره ورځ ماښام مهال د پشتونکوټ ولسوالۍ په «بلوچ شاه نادر» کلي کې شوې ده.

هغه وایي: «١٤کلن رامين پرون ماښام د خليفه غلام په نوم خپل پار چې شاوخوا ٧٠ کلن و، د تبر په وسیله وژلی دی.»

هغه زياته کړه چې د مسوولو ادارو کارکوونکي سيمې ته تللي او قضيه یي څېړلې؛ څرنګه چې رامین کم‌عمره دی، نه دی نیول شوی او اوس په خپل کور کې دی.

په سيمه کې يوې باوري امنيتي سرچينې چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي، پژواک ته وويل چې ١٤کلن رامين پرون ماښام کله چې له ښاره کور ته راستنیږي، ویني چې پلار يې مور وهي، دا حالت نه شي زغملای او پلار یې د تبر په وسیله څو ځلې پر سر وهي او وژني یې.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.