ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شنونکي: د علماوو غونډې د تمې خلاف د ځینو مهمو مسایلو په اړه واضح پرېکړې ونه کړې

شنونکي: د علماوو غونډې د تمې خلاف د ځینو مهمو مسایلو په اړه واضح پرېکړې ونه کړې

author avatar
3 Jul 2022 - 17:56
شنونکي: د علماوو غونډې د تمې خلاف د ځینو مهمو مسایلو په اړه واضح پرېکړې ونه کړې
author avatar
3 Jul 2022 - 17:56

کابل (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۱): ځیني شنونکي او سیاسي څېرې وایي، د علماوو د غونډې جوړېدل یوه اړتیا وه، خو په پرېکړه‌لیک کې یې باید د نجونو ښوونځیو پرانيستو او ټولګډون حکومت د جوړښت په څېر مسایلو په اړه واضح پرېکړې شوې وای.

«د افغانستان د علماوو لویه غونډه» د شاوخوا ۴۵۰۰ دیني عالمانو او قومي مشرانو په ګډون د چنګاښ په نهمه د لویې جرګې په تالار کې پیل شوه او تېره ورځ پای ته ورسېده.

د غونډې په پای کې ۱۱ ماده‌ييز پرېکړه‌لیک صادر شو؛ په پرېکړه لیک کې له حکومته غوښتل شوي وو چې عدالت، ديني او عصري تعلیم، روغتیا، زراعت، صنعت، د مقدس اسلامي شریعت په رڼا کې د اقليتونو، ماشومانو، مېرمنو او ټول ولس حقوقو او په ټوله کې هر اړخیز پرمختګ، اقتصادي ودې او متوازن انکشاف ته ځانګړې پاملرنه وکړي او خپل موجود وحدت نور هم مستحكم، ملي وحدت لا پیاوړی او ارضي تماميت وساتي او د ملي مصالحو په تحقق، د فقر او بېکاري په مخنيوي او د ولسي رفاه په لاره کې رغنده ګامونه واخلي.

دغه راز له اسلامي نظام څخه ملاتړ، د اسلامي امارت له مشر سره د بیعت تجدیدول، له نړۍ څخه د افغانستان د اوسني حکومت د رسمیت پېژندو غوښتنه، د نشه‌یې توکو د منعې له فرمان څخه هرکلی او ملاتړ، له ګاونډیو او د نړۍ له هېوادونو څخه د سیاسي تعامل غوښتنه، د داعش پر وړاندې درېدل او د افغانستان حکومت له لوري په بهر کې له افغان شخصیتونو سره د اړیکو له کمېسیون څخه ملاتړ کول د دغه پرېکړه له نورو مهمو ټکو څخه دي.

د اوبو او برېښنا وزارت سلاکار ډاکټر غلام فاروق اعظم تېره ورځ د علماوو په غونډه کې د نجونو د زده‌کړو په اړه ویلي وو: «په غرب کې ښځې رایه لري او نیم نفوس په هر ممکلت کې ښځې دي، هیڅ حکومت بقا نه شي کولی چې ښځه یې مخالفه وي، په غرب کې؛ په دې معنا چې ښځه فکر وکړي په دې افغانستان کې د ښځو سره ښه نه کېږي او د تعلیم مخه یې نیول کېږي نو شاید هیڅ په غرب کې حکومت دا جرئت ونه کړي چې تا په رسمیت وپېژني، سر خلاصول په کار دي، له دې څخه د بن لادن کیسه مه جوړوئ چې ستاسو امارت ته خطر شي، دا یو شرعي کار دی، د ښځو تعلیم او له علم څخه یې مه محروموئ.»

د غونډې په پرېکړه‌لیک کې د ښځو حقونو ته د جدي پاملرنې خبره شوې، خو د نجونو د ښوونځیو پرانیستو په اړه وضاحت په کې نشته.

د غونډې د پایلو په اړه بېلابېلې څرګندونې

د سیاسي چارو پوه احمد سعیدي وایي چې د علماوو یادې غونډې، لکه څنګه تمه کېده، هسې پرېکړه‌لیک صادر نه کړ او دا غونډه یوازې د اسلامي امارت له مشر څخه د بیعت په موخه جوړه شوې وه.

ده وویل: «د افغانستان خلکو تمه درلوده چې په دې غونډه کې به د نجونو د ټولو ټولګیو خلاصون په اړه پرېکړه وشي، د افغانستان راتلونکې نظام په اړه به بحث وشي، اساسي قانون او ملي بیرغ به ومنل شي، همدا راز هیلې وې چې د افغانستان اقتصادي ستونزو، ملي او نړۍوالو اړیکو او د ملي وحدت په اړه به پرېکړې وشي، خو په غونډه کې پر دغو مواردو تمرکز ونه شو.»

روان ښوونیز کال د وري په لومړیو کې پیل شو، خو د نجونو له شپږم پورته ټولیګو پیل وځنډول شو.

د پوهنې وزارت هغه مهال وویل چې په دې اړه پر یوه طرحه کار روان دی او له بشپړېدو وروسته به یاد ښوونځي پیل شي، خو دا کار تر اوسه نه دی شوی.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار هم له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي: «دا د امارت اسلامي د حامیانو غونډه وه او هدف هم همدا و چې فقط علما په کې ګډون وکړي او د طالبانو د مشر له خبرو هم په څرګنده معلومېده چې د علماوو لپاره جوړه شوې ده څو د علماوو نظر معلوم کړي، په هر صورت دا یو ښه انکشاف و او دې ته ضرورت و.»

هغه وویل چې افغانستان داسې یوې مقتدرې شورا ته اړتیا لري چې د ټول ملت استازیتوب وکړي، د تصمیم وروستۍ مقتدره مرجع وي، په ټولو ملي مسایلو کې وروستی تصمیم ونیولی شي او تصمیم یې هم د ملي اجماع ممثل وي.

د هغه په وینا، افغانستان له لويې تشې سره مخ دی او د نظام په کچه د پارلمان او اساسي قانون جوړولو تشې بايد ډکې شي.

حکمتیار هم وایي چې حکومت باید د نجونو د ښوونځیو پرانیستلو لپاره شرایط برابر کړي او شرایط برابرول څه ګران کار هم نه دی.

هغه وایي: «څرګند او واضح ځواب، د اسلام په رڼا کې ځواب، چې نجونې له خپل مسلم حق څخه چې الله ورکړی او دین ورکړی، محرومې نه شي.»

دی د نجونو د ښوونځیو نه پرانيستل کېدو د پایلو په اړه وايي: «نتیجه به یې دا وي چې هغه کورنۍ چې غواړي لوڼې یې تحصیل وکړي، هغه به له افغانستانه وځي، نورو هېوادونو ته به ځي، دا یوه مهمه مسئله ده، زموږ هم انتظار دا و چې د علماوو په دې غونډه کې به پر دې بحث وشي.»

ده همدا راز ویلي، افغانان باید په هېواد کې پاتې شي، ستونزې یې واورېدل شي، تشویشونه یې حل او غوښتنو ته یې مثبت ځواب وویل شي.

په چک جمهوریت کې د افغانستان لوی سفیر شهزادګل اریوبي په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې تمه دا وه چې په دې لویه ناسته کې به حکومت د ملي او بین المللي مشروعیت، سیاسي مشارکت، نړۍ سره تعامل، د بشري حقونو، د نجونو او ښځو د زده کړو او کار حق، د بیان ازادۍ او اقتصادي پراختیا ترڅنګ پر نورو ډېرو مهو مسایلو بحثونه وشي او ممکنې حل لارې به ورته وړاندې شي.

خو د دې ناستې له پرېکړه لیک او د ګډونوالو له ویناو دا څرګنده شوه چې دې اساسي مسایلو ته د ناستې په اجنډا کې برخه نه وه ورکول شوې.
اریوبي ليکلي: “له ناستې څخه د نه تعامل او سیاسي مشارکت ته د نه تمایل پیغامونه د یوه راتلونکي ټولشموله او په ملي او بین المللي کچه د مشروع نظام رامنځته کېدو هیلې ضعیفه کړلې.”

د سیاسي چارو پوه قاضي محمدحسن حقیار وایي، د علماوو غونډې په پرېکړه ليک کې پر یو شمېر مهمو موضوعاتو خبرې او ټینګار شوی دی.

دی د پرېکړه لیک نهمې مادې ته په اشارې وایي: «خو کاش د نجونو د ښوونځیو پرانیستو، په هره برخه کې ښځو ته د مشارکت حق ورکولو او د یوه ټولګډون حکومت جوړېدو موضوعات هم تر دې صریح بیان شوې وی؛ څومره یې چې صراحت ته اړتیا درلوده، دومره صراحت په پرېکړه ليک کې شتون نه لري.»

په یاده نهمه ماده کې راغلي: «په اسلامي امارت غږ کوو چې عدالت، ديني او عصري تعلیم، صحت، زراعت، صنعت، د اسلامي مقدس شریعت په رڼا کې د اقليتونو، ماشومانو، مېرمنو او ټول ولس حقوقو او په ټوله کې هر اړخیز پرمختګ، اقتصادي ودې او متوازن انکشاف ته ځانګړې پاملرنه وکړي.»

د ده په وینا، حکومت باید د ټولو نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي او د شریعت مطابق ښځو ته د کار زمینه برابره کړي او دا د حکومت په ګټه دي.

د پخواني حکومت پر مهال د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مشر عبدالستار سعادت د علماوو غونډې په اړه پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي: «د غونډې پرېکړه‌لیک په مهمو حیاتي مسایلو کي صراحت لري چې د نظام دیني او ولسي مشروعیت په لار کې یو مهم تاریخي ګام و خو که علماوو او مخورو د نجونو د تعلیم مسئله د پرېکړه‌لیک نهمه ماده کې تر اوسني حالته لږه واضح راوړې وای، د جرګې ملي او نړۍوال اعتبار یې لا زیاتوه. بیا هم ستر کار وشو.»

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د نجونو د ښوونځیو او د ښځو د کار ستونزه به شرایطو ته په کتو حل شي.

Hits: 115

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.