[restrict paid="true"]
شبرغان (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۱): د جوزجان سیمهییزې سرچینې وایي، د «ندا ټیليکام» انټرنټي شبکې فعالیت چې په شبرغان ښار کې یې په ناقانونه ډول فعالیت کاوه، د دغه ولایت د مخابراتو ریاست له خوا بند کړای شو.
د جوزجان ولایت د مخابراتو رییس مولوي ثناالله معصوم پژواک خبري اژانس ته وویل: «د دغه ولایت د ځينو اوسېدونکو د شکایتونو پر اساس، د ندا ټیليکام انټرنټي شبکه چې د یاد ولایت په مربوطاتو کې یې په غيرقانوني ډول فعالیت کاوه، نن مو ورته فعالیت بند کړی دی.»
هغه وویل، د دغې شبکې مسوول حیاتالله نومېږي چې له ۱۰ میاشتو راهیسې یې خلکو ته په ناقانونه ډول د انټرنټ په توزیع کې بوخت و.
نوموړی وایي: «د شبکې مسوول په ضمانت خوشی شو، خو د شبکې کار د ارزولو کار زموږ د ادارې له خوا جریان لري او هڅه کېږي څو و پوهېږو چې دغې شبکې د کوم معیار کار کاوه او کومې کټګورۍ خلکو ته یې انټرنټ توزیع کړی دی.»
هغه د جوزجان ولایت له خلکو وغوښتل څو له خپلې ادارې سره د هغو خلکو چې نا راجستر شوي سیمکارتونو په پلور او یا په ناقانونه ډول د انټرنټ پر توزیع بوخت دي، په مخنیوي کې همکاري وکړي.
د پژواک اژانس خبریال هڅه وکړه څو په دې تړاو په جوزجان ولایت کې د یادې کمپنۍ نظر له ځان سره ولري، خو اړیکه ورسره ټینګه نه شوه.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP