ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان کې ترافیکي پېښې او د سرګلولې چاودنې ۱۱ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

اروزګان کې ترافیکي پېښې او د سرګلولې چاودنې ۱۱ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

author avatar
4 Jul 2022 - 14:13
اروزګان کې ترافیکي پېښې او د سرګلولې چاودنې ۱۱ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې
author avatar
4 Jul 2022 - 14:13

ترینکوټ (پژواک، ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۱): په اروزګان کې د یوې ترافیکي پېښې په پایله کې ۴ کسان مړه او ۵ نور ټپيان شوي او د یوې سرګلولې چاودنې بیا ۲ ماشومان ټپيان کړي دي.

ترافیکي پېښه نن سهار د اروزګان – کندهار پر لار د یوه سراچه موټر د چپه کېدو له امله شوې ده.

د اروزګان د امنیې قوماندانۍ ویاند قاري اغا ولي قریشي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن سهار شاوخوا نهه بجې د اروزګان – کندهار لارې اړوند په سبزل سیمه کې، یو سراچه موټر چپه شوی چې له امله یې ۴ کسان مړه او ۵ نور ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړه، دغه پېښه د موټر د ډېر سرعت او بې احتیاطۍ له امله شوې ده.

نوموړی وايي، د پېښې ټپيان د اروزګان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او درملنه یې پيل شوې ده.

د ولایتي روغتون یوه ډاکټر چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، پژواک ته وویل، د پېښې له ځایه ۴ مړي او ۵ ټپيان ور وړل شوي چې په مړه شوو کې یوه مېرمن هم شامله ده.

سرچینه وايي، په ټپيانو کې د یوه کس روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.

د یوه بل خبر له مخې، د ارزوګان د مرکز ترینکوټ ښار اړوند په نچین سیمه کې د هاوان د یوې سرګلولې چاودنې ۲ ماشومان ټپيان کړي دي.

د امنیې قوماندانۍ ویاند قاري اغا ولي قریشي وایي، پېښه نن سهار د ترینکوټ ښار د ۳مې امنیتي حوزې په ساحه کې هغه مهال شوې چې دوو ماشومانو خپل کور ته نږدې په یوې سرګلولې لوبې کولې.

هغه زیاته کړه، د لوبو پر مهال سرګلولې چاودنه کړې او دواړه ماشومان یې ټپيان کړي دي.

نوموړی وايي، ټپي ماشومان د یوې کورنۍ غړي دي او عمرونه یې له ۸ کلونو کم دي.

د هغه په خبره، سرګلوله د تېرو جګړو له وخته په سیمه کې پاتې وه.

دا لومړی ځل نه دی چې له تېرو جګړو پاتې ناچاوده توکي دوه ماشومان ټپیان کوي، بلکې له دې مخکې هم ورته پېښې شوې دي چې په وار وار یې د ماشومانو ترڅنګ لویانو ته هم مرګ‌ژوبله اړولې ده.

Views: 45

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.