کابل (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۱): هندي رسنۍ وايي، ناپېژانده وسلهوالو تېره ورځ د هند په مهاراشترا ایالت کې په «صوفي بابا» مشهور د مسلمانانو یو روحاني مشر خواجه سعید ظریف چشتي وژلی دی.
د هند «این ډي ټي وي« د راپور له مخې، پر ۳۵ کلن خواجه ظریف د سې شنبې ماښام د یاد ایالت ناسیک ښار کې ډزې شوې دي او ځای پر ځای وژل شوی دی.
د راپور له مخې، د ځايي پولیسو یوه چارواکي ویلي چې د ظریف موټرچلوونکی یې د څېړنو لپاره نیولی دی.
سرچينه زياتوي، پولیسو ویلي بریدګر وسلهوال چې څلور کسان وو، د خواجه سعید په موټر کې د پېښې له ځایه تښتېدلي دي.
په راپور کې راغلي، له دي سره سره چې د خواجه سعید ظریف چشتي د وژلو انګېزه لا نه ده معلومه، خو اټکل دا دی چې ښايي د ځمکې پر سر وژل شوی وي.
يادې رسنۍ لیکلي، هغه له دې امله چې د افغانستان وګړی و، په هند کې یې د ځمکې اخیستو قانوني اجازه نه درلوده، خو د ځايي خلکو په مرسته یې یو څه ځمکه تر لاسه کړې وه.
د راپورونو له مخې، ویل کېږي چې ظریف له کلونو راهیسې د مهاراشترا ایالت د ناسیک ښار په «یولا» سیمه کې اوسېده او په هند کې یې زرګونه مینهوال او پلویان موندلي وو.