Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

 ميدان وردګو کې سېلابونو خلکو ته درانه مالي زيانونه اړولي

ميدان‌ښار (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۱): د میدان وردګو د پېښو پر وړاندې د چمتووالي رياست وايي، پرون د دغه ولایت په بېلابېلو سيمو کې د سېلابونو له امله خلکو ته درانه مالي زيانونه اوښتي دي.

ياد رياست نن (د چنګاښ ۱۵مه) پژواک خبري اژانس ته په را استولې خبرپاڼه کې ويلي چې پرون شاوخوا درې نيمې بجې د میدان وردګو په سيداباد، جغتو، بهسود او دایمیرداد ولسوالیو کې د سخت باران له امله سېلابونه راوتلي او د خلکو کرنیزې ځمکې او کښتونه يې ویجاړ کړي دي.

سرچينې ویلي، د دغو سېلابونو له امله د جغتو ولسوالۍ په دولنې کلي کې ۱۶ څاروي هم له منځه تللي دي.

په خبرپاڼه کې دغه‌راز راغلي چې په بېلابېلو سيمو کې يو ښوونځی او د خلکو د کروندو حاصلات او ځيني فرعي سړکونه هم تخریب شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ياد ولایت د جغتو ولسوال مولوي سردار احمد ثابت پرون ويلي و چې تېره ورځ په دغه ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله شاوخوا ۱۰۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه او باغونه زيانمن شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.