کابل (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۱): د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي نوي استازي ویلي چې افغانستان په خپل مډرن تاریخ کې له یوه حساس پړاوه تېریږي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر (یوناما) په یوه ټویټ کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سرمنشي نوي استازي مارکس پوټزل له قوله لیکلي، ویاړي چې بیا ځلي افغانستان ته راستون شوی دی.
په دغه ټویټ کې راغلي: «د ویاړ او احترام په احساس لرلو سره افغانستان ته راستون شوم، دا ځل د یوناما د مرستیال په توګه ژمن یم چې د افغانستان خلکو ته کار وکړم؛ ځکه د هغوی هېواد په خپل مډرن تاریخ کې له یوه حساس پړاوه تېریږي.»
دا په داسې حال کې دی چې د پژواک د یوه راپور له مخې، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش، مارک پوتزل یې د ډنمارکي ډیپلومات مته نودسن پر ځای په کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر (یوناما) د مرستیال په توګه مقرر کړی دی.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن