ترینکوټ (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۱): د اروزګان په دهراوود ولسوالۍ کې د هاوان سرګلولې د چاودنې له امله ۳ ماشومان ټپیان شوي دي.
پېښه نن سهار د دغې ولسوالۍ په سیاه سنګ سیمه کې شوې ده.
د دهراوود ولسوالۍ امنیه قوماندان مولوي بشیر پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغې ولسوالۍ په سیاه سنګ سیمه کې ماشومانو د خپل کور ترڅنګ د هاوان یوه سرګلوله موندلې وه او لوبې یې ورباندې کولې چې چاودېدلې ده.
هغه زیاته کړه، په دې پېښه کې د یوې کورنۍ درې ماشومان- چې عمرونه یې تر لسو کلونو کم دي - ټپیان شوي دي.
دی وايي، ټپي ماشومان د ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي دي.
د یاد شوي روغتیايي مرکز یوه نوکریوال ډاکټر محمدالله نورزي پژواک اژانس ته وویل، د پېښې له ځایه درې ټپي ماشومان ور وړل شوي چې تر درملنې لاندې دي او روغتیايي حالت یې ښه دی.
تېره ورځ هم د اروزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې دوه ماشومان د یوې سرګلولې د چاودنې له امله ټپيان شوي وو.
په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې د تېرو جګړو له وخته د پاته شوو ناچاوده توکو د چاودنو له امله د ماشومانو مرګژوبله ډېره شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP