[restrict paid=”true”]
فیضاباد (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۱): د لوی اختر په رارسېدو سره د بدخشان ولایت اوسېدونکي د تېرو کلونو په پرتله د کار له نشتوالي او د خوراکي توکو او د قربانۍ لپاره د څارویو د بیو له لوړوالي شکایت کوي.
د بدخشان اوسېدونکی عبدالواصل لطيفي وايي، که څه هم په تېرو کلونو کې به يې قرباني کوله، خو په سږني اختر کې د قربانۍ لپاره د څاروي پېرلو توان نه لري.
نوموړي د تېر په پرتله د خوراکي توکو او څارويو د بيو له لوړوالي شکايت وکړ او له سرپرست حکومته يې وغوښتل چې د بيو کنټرول ته جدي پاملرنه وکړي.
عزيزالله چې له څو کلونو راهيسې په فيض اباد ښار کې د څارویو د پېر او پلور کار کوي، وايي چې په تېرو کلونو کې جلابانو ډېر څاروي د پلور لپاره ورته راوستل، خو سږ کال له دې وېرې چې څاروي به یې خرڅ نه شي، جرئت نه کوي چې څاروي په خپله د پلور لپاره ورته راولي.
هغه وويل، د ورځې ۳ يا ۴ پسونه او وزې پلوري؛ په داسې حال کې چې تېر کال به يې يوازې په يوه ورځ کې لسګونه څاروي پلورل.
د هغه په خبره، سږ کال د څارويو پېرېدونکي ډېر کم دي او د دې امکان شته چې د بدخشان ۴۰ سلنه اوسېدونکي چې هر کال به يې په لوى اختر کې قرباني کوله، د راتلونکي لوى اختر لپاره به قرباني ونه کړي.
يو کس چې د تېر حکومت تقاعد شوی مامور دی او نه غواړي نوم يې ياد شي، وايي چې دى او زامن يې بېکاره دي او د تېرو کلونو خلاف د اختر لپاره د قربانۍ کولو توان نه لري.
په همدې حال کې د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رياست د فرهنګ او هنر رييس محمد عارف فاروقي تاييدوي چې د کار نشتوالي، بېوزلۍ او ناچارۍ د دغه ولايت د خلکو پر ژوند منفي اغېز کړى دى.
خو نوموړی د اختر په ورځو کې د بېوزلو او اړو کسانو لاسنيوی او له هغوى سره مرسته کول د هر چا ديني او انساني مسووليت بولي.
[/restrict]
Views: 72
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن