Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د بادغیس خلک د ښاري ماسټر پلان په سم ډول نه پلي کېدو نیوکې لري

قلعه‌نو (پژواک، ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۱): د بادغیس اوسېدونکي په دغه ولایت کې، په وروستیو ۲۰ کلونو کې د ښاري ماسټر پلان په سم ډول نه پلي کېدو له امله شکایت لري او د سرپرست حکومت له مسوولینو غواړي چې دې برخې ته پاملرنه وکړي.

هغوی وایي، د قلعه‌نو ښار په ډېری سړکونو کې داسې هټۍ او ځایونه لیدل کېږي چې د ښاري ماسټر پلان مطابق شاته شوي نه دي؛ دې چارې له یوې خوا د ښار ښکلا کمه کړې او له بلې خوا د مالکانو بې نظمي او زورواکي ښيي.

د قلعه‌نو ښار یو اوسېدونکی محمد‌عارف ارمان وایي، په بادغیس کې ښاري ماسټر پلان په تېرو ۲۰ کلونو کې د مخکنیو حکومتونو له خوا په سمه توګه نه دی پلی شوی او هيڅ پاملرنه ورته نه ده کړې.

هغه زیاته کړه: «په قلعه‌نو ښار کې ډېرو زورواکانو خپل دکانونه شاته کړي نه دي او د ښار له هرې سیمې نه له لرې ښکاري.»

د سرچینې په خبره، دولت باید ټول دوکانونه او استوګن‌ځایونه د ښاري ماسټر پلان له مخې په یو ډول شاته کړي.

هغه زیاتوي: «ډېر زورمندان شته چې ښار یې بې نظمه کړی او د ښار په هر ځای کې چې وینې خپل زاړه او پخواني دوکانونه یې شاته کړي نه دي، له اسلامي امارته غواړو چې له داسې خلکو سره جدي چلند وکړي.»

په دغه حال کې، د قلعه‌نو ښار یو بل اوسېدونکی حفیظ‌‌الله وایي چې د ښاري ماسټر پلان تطبیق د ښار  یوه اصلي اړتیا ده، خو مخکنیو حکومتونو دې برخې ته هيڅ پاملرنه نه ده کړې.

د نوموړي په وینا، په بادغیس ولایت کې اصلاْ ښاري ماسټر پلان پلی شوی نه دی او د ښار هيڅ ځای د ماسټر پلان مطابق نه دی جوړ شوی.

هغه زیاتوي: «په قلعه‌نو ښار کې اصلاْ ښاري ماسټر پلان نه دی پلي شوی چې دا کار د دې لامل شوی چې ښار خپله ښکلا له لاسه ورکړي.»

په بادغیس کې یو مدني فعال محی‌الدین کریمي وایي، ډېر کلونه کېږي چې دغه ماسټر پلان د خلکو پر ژبو او د ښاروالۍ د کاري میز پر سر پروت دی، خو تر اوسه دغه ماسټر پلان په بشپړ ډول تطبیق شوی نه دی او نیمګړی پاتې دی.

د نوموړي په خبره، په قلعه‌نو ښار کې ځيني زورواکان شته چې د ښاري ماسټر پلان د تطبیق مخه یې نیولې او د خپلو هټیو او ځایونو له شاته کولو څخه ډډه کوي.

دی له حکومته غواړي چې ښار دې د ښاري ماسټر پلان په پلي کولو سره ښکلی او منظم جوړ کړي او زورواکانو ته د نورې لاسوهنې اجازه ور نه کړي.

کریمي زیاتوي: «د ښاري ماسټر پلان نیمګړی تطبیق نه یوازې دا چې ښار یې ښکلی نه کړ، بلکې هغه لږه ښکلا یې چې لرله هغه یې هم له منځه وړې؛ باید د هغو زورواکو او خلکو مخه ونیول شي چې د خپلو شخصي ګټو لپاره د ماسټر پلان د تطبیق مخه نیسي.»

بلخوا، د قلعه‌نو ښار ښاروال مولوي نظرمحمد وثیق وایي چې د اسلامي امارت په راتلو سره د دوی لومړنی کار د ښاري ماسټر پلان تطبیقول و، خو اقتصادي ستونزه د دې لامل شوه چې له دغه کاره ډډه وکړي.

د مولوي وثیق په خبره، د خلکو اقتصادي کمزوري، پرله پسې وچکالۍ او له مرکزه نه هدایت د دغه کار د درېدو لامل شوی دی.

هغه زیاتوي: «لویه ستونزه اقتصادي ستونزه ده، له مرکز سره مو خبره شریکه کړې خو مرکز د اقتصادي ستونزو له امله ویلي چې تر بل هدایت پورې منتظر شئ. هر کله چې مرکز لارښوونه وکړه نو په سرتاسري او یو ډول به یې تطبیق کړو.»

دا په داسې حال کې دی چې د دکانونو او املاکو شاته کېدل چې د ښاري ماسټر پلان برخه ده، کارونه یې له کلونو راهیسې نیمګړي پاتې دي او زورواکانو او هغو خلکو چې شخصي ګټې یې پکې دي په یو ډول د دغه ماسټر پلان د پلي کېدو مخه نیولې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.