ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې د چاودنې له امله دوو ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

غزني کې د چاودنې له امله دوو ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

غزني (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۱ ): په غزني کې سيمه‌يیز مسوولین وايي، د دغه ولایت په اندړو ولسوالۍ کې نن ورځ شاوخوا درې بجې د ناچاوده توکي د چاودنې له امله يو ماشوم وژل شوی او يو بل سخت ټپي دی.

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي حبیب‌الله مجاهد پژواک اژانس ته وویل، پېښه نن له ماسپښین وروسته د اندړو ولسوالۍ په «ګلو» کلي کې رامنځته شوې ده.

هغه وايي، دغه ناچاوده توکی چې له تېرو جګړو په سيمه کې پاتې و، هغه مهال یې چاودنه کړې چې ماشومانو ورباندي لوبې کولې.

نوموړي وويل: «دغه ماشومان دواړه وروڼه دي او د لاهور زامن دي، ناچاوده توکي تراوسه پوره معلومات نشته چې د راکېټ مرمۍ ده او که د هاوان سرګلوله ده، خو چاودنه یې کړې چې یو ماشوم یې وژلی او بل ټپي کړی دی، ټپي ماشوم د ښې درملنې په موخه د غزني ولایت روغتون ته انتقال شوی.»

د افغانستان په ډېرو جنګي سيمو کې له جګړو څخه پاتې شوي ناچاوده توکي لاهم شته چې له امله یې  دا ډول پېښې رامنځته کېږي.

د غزني اوسېدونکو تر دې مخکې څو ځله له اسلامي امارت څخه غوښتنه کړې چې د دوی سيمې له ناچاوده توکو پاکې کړي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.