[restrict paid="true"]
کلات (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۱): د زابل روغتیایي مسوولین وايي، د دغه ولايت په مرکز کلات او شاهجوی ولسوالۍ کې ترافيکي پېښو نن ۴۰ کسان ټپیان کړي او په ټوله کې د ترافیکي پېښو له امله د اختر له پيله تر اوسه ۱۶۹ کسان ژوبل شوي دي.
د ولایتي روغتون سرطبیب ډاکټر نذیر حریفال پژواک خبري اژانس وویل چې نن (دوشنبه) په مرکز کلات کې د ترافیکي پېښو له امله ۲۵ ټپیان دوی ته ور وړل شوي چې نارینه او ماشومان په کې شامل دي .
ده زياته کړه، تېره ورځ ولایتي روغتون ته د ترافیکي پېښو ۴۷ ټپیان ور وړل شوي وو.
د هغه په وينا، د اختر له پيله د درېيمې ورځ تر ماسپښين پورې د ترافیکي پېښو له امله په ټولیز ډول ۷۴ ټپیان ولایتي روغتون ته ور وړل شوي چې د ټولو ټپیانو پر وخت درملنه شوې او د درېیو چې روغتیایي حالت ښه نه وو، کندهار ته لېږدول شوي دي.
د زابل د ولايتي روغتون سرطبیب وايي، د دغو ترافیکي پېښو ډېری یې د موټرسايکلونو د ټکر له امله رامنځته شوې دي.
نوموړی څرګندوي، لا له وړاندې د ترافیکي پېښو او نورو ناروغیو په اړه چې د اختر په درېیو شپو او ورځو کې رامنځته کېږي، بشپړ چمتووالی لري او په ولایتي روغتون کې د ډاکټرانو ترڅنګ درمل او روغتیایی توکي چمتو شوي دي.
بلخوا، د کابل- کندهار پر لویې لارې د پرتې ولسوالۍ شاجوی روغتیایی مسئوولین وایي چې په همدې ولسوالۍ کې هم نن ۱۵ کسان په ترافیکي پېښو کې ژوبل شوي دي.
د شاجوی روغتون آمر ډاکټر سید مبارکشاه پژواک ته وویل چې نن دغه روغتون ته تر پنځلسو پورې ټپیان ور وړل شوي چې په وینا یې، درملنه یې شوې او بېرته رخصت شوي دي.
دی زیاتوي، تېره ورځ هم په دې ولسوالۍ کې په ترافیکي پېښو کې ۱۷ تنه ټپیان شوي وو چې په ټولیز ډول په دې ولسوالۍ کې د اختر په درېیو ورځو کې (د اختر د درېيمې تر ماسپښين پورې) شاوخوا ۹۵ کسان د ترافیکي پېښو له امله ټپیان شوي او د دې ولسوالۍ روغتون ته ور وړل شوي دي.
د هغه په خبره، په ټپیانو کې ماشومان او لویان شامل دي.
پر همدې مهال، د زابل اوسېدونکي غواړي چې مسوولين دې د ترافیکي پېښو د مخنیوي لپاره جدي ګام واخلي.
د زابل مرکز کلات اوسېدونکي عبیدالله پژواک وویل چې باید مسوول کسان په کلات ښار کې ترافیک پولیس زیات کړي او ترڅنګ دې د موټرو او موټرسایکلونو د ګړندي تګ مخنیوی وکړي .
هغه زياته کړه، اوسمهال په ښار کې موټر او موټرسایکل چلوونکي ترافیکي قوانین نه مراعتوي او تېز تګ کوي چې له امله یې ټکرونه رامنځته کېږي او یا هم نور کسان ژوبلوي .
ده هیله وښوده چې چلوونکي دې هم احتیاط وکړي، خپل او د نورو کسانو ژوند دې په خطر کې نه اچوي.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP