Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

یو ځوان د کاپیسا په صیاد سیند کې د ډوبېدو له امله مړ شوی

محمودراقي (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۱): یو ۱۸ کلن ځوان د کاپیسا ولایت په صیاد سیند کې د لامبو پر مهال ډوب شوی او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

د یاد ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالفتاح فایز پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه تېره ورځ رامنځته شوې او یاد کس د کابل د پلچرخي سيمې اوسېدونکی و.

ده وویل: «د صفي‌الله په نوم د کابل ښار د پلچرخي سيمې د قلعه جبار کلي یو اوسېدونکی د صیادو ملي پارک ته د تفریح لپاره راغلی و، هلته د لمبلو په وخت کې غرق شوی او وروسته یې ژوند له لاسه ورکړی دی.»

د هغه په وینا، یاد کس سره یې دوه نور ملګري هم په اوبو کې ډوب شوي وو، خو د سيمې خلکو هغه دوه نور کسان  ژغورلي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.