ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيکا کې د ګاز ډبې چاودنې د یوې کورنۍ ۶ غړو ته مرګ ژوبله اړولې

پکتيکا کې د ګاز ډبې چاودنې د یوې کورنۍ ۶ غړو ته مرګ ژوبله اړولې

author avatar
12 Jul 2022 - 14:02
پکتيکا کې د ګاز ډبې چاودنې د یوې کورنۍ ۶ غړو ته مرګ ژوبله اړولې
author avatar
12 Jul 2022 - 14:02

ښرنه (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۱): د پکتیکا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي چې د دغه ولایت په سروبي ولسوالۍ کې، د ګاز ډبې چاودنې له امله یو تن وژل شوی او پنځه نور ټپيان دي.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس محمدامین حذیفه پژواک ته وویل، دغه پېښه پرون د سروبي ولسوالۍ په زړه کلا کې رامنځته شوې ده.

ده وویل، معلومات نه لري چې د پېښې په قربانيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او کنه.

خو زياته يې کړه چې ټپيان د درملنې په موخه د سروبي ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ ښودل شوی.

Views: 132

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.