ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند او دایکندي په پولو کې د کولرا خپریدل؛ له دايکنډي څخه ۵ روغتيايي ټيمونه ساحې ته تللي

د هلمند او دایکندي په پولو کې د کولرا خپریدل؛ له دايکنډي څخه ۵ روغتيايي ټيمونه ساحې ته تللي

author avatar
12 Jul 2022 - 16:03
د هلمند او دایکندي په پولو کې د کولرا خپریدل؛ له دايکنډي څخه ۵ روغتيايي ټيمونه ساحې ته تللي
author avatar
12 Jul 2022 - 16:03

نیلي (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۱): د هلمند او دايکنډي ولايتونو په پوله د «ناوه ګري» په کلي کې د کولرا ناروغۍ د خپرېدو او له امله د رامنځته شوې مرګ ژوبلې له رامنځته کېدو وروسته د دایکنډي د عامې روغتیا ریاست له لوري د دغې ناروغۍ د مخنیوي په موخه، پنځه روغتیايي ټیمونه سیمې ته استول شوي دي.

د سیمې د اوسېدونکو په وينا، د تېرې اونۍ له چهارشنبې وروسته د «ناوه ګري» په کلي کې د کولرا ناروغي ډېره خپره شوه، چې د کلي يوه برخه د دایکندي ولسوالۍ د ناوې او بله برخه يې د هلمند د باغران ولسوالۍ پورې اړوندېږي.

د ناوې ګري کلي اوسېدونکي محمد نوري پژواک خبري اژانس ته وويل، دې ناروغۍ تر دې مهاله ٢٠ کسان وژلي او لسګونه نور له دې ناروغۍ سره لاس او ګرېوان دي.

په همدې حال کې، د دایکندي روغتیایي مسوولین هم دغه خبر تاییدوي.

د دايکنډي د عامې روغتيا مرستيال اسحاق حسيني وويل: «د کولرا ناروغۍ له امله مړه شوي کسان د هلمند ولايت اړوند دي، خو دا چې د ناوه ګري کلي يوه برخه د دايکنډي اړوند ده، نو دا ناروغي په ناوه ولسوالۍ کې ده. دغه ناروغۍ د دغه ولایت په ناوه مېش کې هم خپره شوې ده.»

هغه زیاته کړه، د دغه ناروغۍ د خپرېدو د مخنيوي په موخه د دايکنډي له مرکز څخه ۵ روغتیایي ټیمونه د دایکندي د مرکز په ګډون دوه ټیمونو او د دغه ولایت د کجران ولسوالۍ څخه ۳ ټیمونه دغه سیمې ته استول شوي دي.

هغه زیاته کړه، د هغو شمېرو پر بنسټ چې دوی راټول کړي، د ناوه مېش ولسوالۍ په ناوه ګري کلي کې تر ۲۵۰ ډېر کسان پر دغه ناروغۍ اخته شوي او اوسمهال تر درملنې لاندې دي.

خو د دایکنډي د عامې روغتیا ریاست مرستیال وویل، هڅې روانې دي، څو روغتیایي اسانتیاوې او امکانات سیمې ته و استول شي؛ په همدې اساس موف موسسه د درملو د انتقال مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

وبا یا کولرا یوه جدي باکتریایي ناروغي ده چې د شدیدو اسهالاتو، زړه بدوالي او د وجود د اوبو کمښت لامل کېږي او معمولا د ناولو اوبو له لارې د انسان په وجود کې خپرېږي.

Views: 21

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.