Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې وروستیو سیلابونو درې زره جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه کړې

لوګر کې وروستیو سیلابونو درې زره جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه کړې

author avatar
12 Jul 2022 - 11:45
لوګر کې وروستیو سیلابونو درې زره جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه کړې
author avatar
12 Jul 2022 - 11:45

پل علم (پژواک، ٢١ چنګاښ ١٤٠١): د لوګر په مرکز او څلورو ولسواليو کې سيلابونو درې زره جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه کړې او يو کس هم له امله یې مړ شوى دى.

د لوګر ولایت د کرنې او مالدارۍ رئیس مولوي سیداحمد هاشمي نن پژواک ته وویل چې تېره ورځ سېلابونو په مرکز پل علم، بره کي برک، خروار، څرخ او محمداغې ولسوالیو کې نږدې ۳۰۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه او باغونه ويجاړ کړي دي.

د هاشمي په خبره، په بره کي برک ولسوالۍ کې یو کس د سېلابونو د راوتلو له امله مړ شوى دى.

نوموړی زیاتوي، اوسمهال د لوګر ولایت په مرکز او هغو ولسوالیو کې چې سخت سېلابونه راوتلي، سروې پيل شوې او هڅه روانه ده چې له سېلاب ځپلو کورنیو سره بیړنۍ مرستې وشي.

دغه راز د بره کي برک ولسوالۍ یوه اوسېدونکي حاجی عبدالکریم پژواک ته وویل چې وروستيو سيلابونو په دې ولسوالۍ کې خلکو ته مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.

نوموړی زیاتوي: «تېره ورځ په رسول خېلو او شاه مزار سیمو کې د سخت اورښت له امله سېلابونه راوتلي چې يو ځوان په کې مړ شوى او لسګونه کورونه او ډېره ځمکه ويجاړه شوې ده.»

همدارنګه د مرکز پل علم یوه اوسېدونکي رباني پژواک ته وویل، د وروستیو سېلابونو له امله د لوګر سیند کې اوبه ډېرې شوي دي.

هغه وايي: «په سيند کې د اوبو د ډېرېدو له امله د سيند دواړو خواو ته سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه او باغونه ويجاړ شوي دي.»

د یادونې وړ ده چې په هېواد کې وروستيو اورښتونو په بېلابېلو سيمو کې زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه او کورونه ويجاړ کړي او لسګونو کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.