ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«د ځاځي اريوب تفريحي سيمه د ډېرو اسانتياوو رامنځته کولو په موخه په قرارداد ورکړل شوې»

«د ځاځي اريوب تفريحي سيمه د ډېرو اسانتياوو رامنځته کولو په موخه په قرارداد ورکړل شوې»

author avatar
12 Jul 2022 - 14:51
«د ځاځي اريوب تفريحي سيمه د ډېرو اسانتياوو رامنځته کولو په موخه په قرارداد ورکړل شوې»
author avatar
12 Jul 2022 - 14:51

ګرديز (پژواک، ٢١ چنګاښ ١٤٠١): د پکتيا حکومتي مسوولین وايي چې د ځاځي اريوب ولسوالۍ په تفريحي سيمه کې يې د سيلانيانو لپاره اړينې اسانتياوې رامنځته کړي چې ورسره دغه سیمې ته د خلکو ورتګ هم زيات شوی دی.

د دوی په خبره سږکال يې دغه تفريحي سيمه يوه شرکت ته په قرارداد ورکړې ترڅو د سيلانيانو لپاره اسانتياوې رامنځته کړي.

د پکتيا کرنې رياست مرستيال مولوي احسان الله پژواک ته وويل: «د لوی اختر په شپو ورځو کې مو دغه سيمه يوه شرکت ته په ١١ ميليونه افغانۍ په قرارداد ورکړې ترڅو په سيمه کې د سيلانيانو لپاره هغه اسانتياوې رامنځته کړي چې پخوا دلته موجودې نه وې.»

د نوموړي په خبره، د قرارداد له مخې په سيمه کې د اوسېدو پنځه سوه خيمې درول شوي، د ډوډۍ پخولو سيستم جوړ شوی چې په  ټوله کې په يوځل پنځه زره کسان د شپې تېرولو لپاره په کې پاتې کېدلاى شي.

د احسان په خبره، قراردادي شرکت به په سيمه کې شپږ کيلومتره لار هم هواروي، د برېښنا سيستم به جوړوي او د موټرونو د پارکينګ لپاره به ځانګړی نظم رامنځته کوي.

ده وويل، قراردادي شرکت به د قرارداد له مخې له هر موټر څخه يوازې پنځوس افغانۍ فيس اخلي.

دغه راز د پکتيا د اطلاعاتو او کلتور رئيس خالقيار احمدزی وايي، د يادو اسانتياوو په برابرېدو سره، دغې سيمې ته د سيلانيانو ورتګ هم زيات شوی دی.

نوموړي پژواک ته وويل: «د ځاځي اريوب ولسوالۍ په تفريحي سيمه کې د سيلانيانو لپاره ډېرې اسانتياوې رامنځته شوي چې ورسره هره ورځ دغې سيمې ته زرګونه کسان د تفريح لپاره ورځي.»

خالقيار وايي، دغه سيلانيان د شاوخوا ولايتونو سربيره له کندهار، غزني، کابل، ننګرهار او نورو ولايتونو څخه دغې سیمې ته د څو شپو تېرولو لپاره ورځي.

دی وايي، پخوا دلته د سيلانيانو لپاره د شپې تيرولو مناسب ځای نه و؛ خو اوس سيلانيان د ورځې په پرتله د شپې له خوا ډېر پاتې کېږي.

بل لور ته سيلانيان له حکومت څخه غواړي چې په دې سيمه کې اسانتياوې نورې هم ډېرې کړي.

له کابل څخه دغې سيمې ته يوه ورغلي سيلاني محب الله عتيق پژواک ته وويل: «د ځاځي اريوب په سيمه کې د تېر په پرتله د خلکو لپاره ښه ترتيبات نيول شوي، خو د خوراکي توکو نرخونه په کې لوړ دي چې دولت يې بايد کنټرول کړي.»

نوموړی وايي، د دې ترڅنګ له ګردېز څخه تر يادې ولسوالۍ پورې غځېدلی سړک هم ويجاړ دى چې حکومت يې بايد جوړ کړي.

خو د پکتيا چارواکي وايي، دا لومړی ځل دی چې ياده سيمه په قرارداد ورکړل شوې ترڅو ډېرې اسانتياوې په کې رامنځته شي.

Views: 436

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.