ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

روسیې په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې له زیانمنو سره مرسته وکړه

روسیې په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې له زیانمنو سره مرسته وکړه

author avatar
13 Jul 2022 - 14:05
روسیې په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې له زیانمنو سره مرسته وکړه
author avatar
13 Jul 2022 - 14:05

[restrict paid=”true”]

کابل (پژواک، ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۱): د روسیې بشري مرستې نن د کابل هوايي ډګر ته را ورسېدې او ټاکل شوې چې په هېواد کې د وروستۍ زلزلې زیانمنو ته ورسېږي.

د پژواک د راپور له­ مخې، د هېواد په جنوب‌ختیځ کې د وروستۍ زلزلې له امله، ۱۰۰۶ کسان مړه، ۳۰۱۸ ټپیان او ۱۷۸۱۶ کورونه ویجاړ شوي چې یو شمېر ښوونځي، کلینیکونه او جوماتونه هم پکې شامل دي.

له دغې زلزلې سره سم، له زیانمنو شوو سره د بشري مرستو لړۍ پیل شوه.

د روسیې بشردوستانه مرستې چې درمل، خیمې او کمپلي پکې شاملې دي، نن (چهارشنبه) پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت او په کابل کې د روسیې سفارت د مسوولینو په شتون کې د کابل هوايي ډګر ته را ورسېدې.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر غلام غوث ناصري د دغو مرستو د رارسېدو پرمهال رسنیو ته وویل، په ۱۶ ټنه بشري مرستو بار د روسیې یوه الوتکه افغانستان ته را ورسېده.

هغه زیاته کړه، دا د افغانستان له زلزله‌ځپلو سره د روسیې لومړنۍ مرسته ده او ټاکل شوې چې راتلونکې اونۍ هم په خوراکي او غېرخوراکي توکو بار یوه الوتکه زلزله‌ځپلو ته را ورسېږي.

نوموړی د نړۍ له هېوادونو او خیریه بنسټونو غواړي چې په دغو شرایطو کې د افغانستان له خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

په ورته وخت کې، په کابل کې د روسیې سفارت مرستیال انتون لاوروف وايي، په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې له زیانمنو سره د روسیې بشردوستانه مرستې، د دغه هېواد د دفاع وزارت له لوري شوې دي.

نوموړی زیاتوي، نننۍ مرسته چې درمل، خیمې او کمپلې پکې شاملې دي، ۱۶ ټنه وزن لري.

هغه زیاته کړه: «موږ هیله­من یو چې د بشري مرستې د راوړلو په برخه کې د روسیې او افغانستان همکارۍ دوام ومومي.»

د سرچینې په وینا، څو ورځې وروسته به د روسیې د بشري مرستو بله برخه هم افغانستان ته را ورسېږي.

له دې مخکې هم د امریکا متحده ایالتونو، برتیانیا، استرالیا، تایوان، قطر، چین، هند، پاکستان، ایران، ترکمنستان او جاپان په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې له زیانمنو سره مرستې کړې وې.

همدارنګه له دې وړاندې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په یوه ټویټ کې لیکلي و، په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له امله شاوخوا ۱۹۰زره او ۸۰۰ ماشومانو خپل کور او کورنۍ له لاسه ورکړې دي چې بېړنۍ بشري مرستو ته اړتیا لري.

[/restrict]

Views: 40

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.