کابل (پژواک، ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۱): د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، په تېرو اوو ورځو کې یې څه باندې ۲۴۷ میلیونه او ۱۹۸ زره افغانۍ عواید راټول کړي دي.
یاد وزارت پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې دغه عواید یې د روانې چنګاښ میاشتې له نهمې تر ۱۵مې راټول کړي دي.
سرچینې د جزییاتو له ورکولو پرته ویلي چې یاد مقدار عواید یې د اوبلن ګاز او نورو منرالونو له مدرکه راټول کړي دي.
د یادونې ده، یاد وزارت مخکې ویلي چې د چنګاښ له دوېمې تر اتمې یې څه باندې ۵۶۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي و.
Views: 76
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن