Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کونړ ته د اختر په ورځو کې ۲۰زره سیلانيان ورغلي

کونړ ته د اختر په ورځو کې ۲۰زره سیلانيان ورغلي

author avatar
14 Jul 2022 - 13:36
کونړ ته د اختر په ورځو کې ۲۰زره سیلانيان ورغلي
author avatar
14 Jul 2022 - 13:36

اسعداباد (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۱): د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، د اختر په ورځو کې دغه ولایت ته د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه شاوخوا ۲۰زره سیلانيان ورغلي دي.

د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګ او ګرځندوی امر حشمت ژمن پژواک خبري اژانس ته وویل: «زموږ د رسمي معلوماتو له مخې، د تېرې یوې اوونۍ په اوږدو کې د اختر د خوښیو په مناسبت کونړ ته له بېلابېلو ولایتونو ۲۰زره سیلانیان راغلي دي.»

نوموړی وایي، کونړ په طبعي توګه له ډېرو ښکلاګانو برخه‌من دی او سیلانیان کولای شي له کومې امنیتي ویرې پرته د دغه ولایت هرې سیمې او درې ته تګ راتګ وکړي .

هغه زياته کړه چې د توریزم د ودې لپاره یې هڅې پېل کړې دي او بهرني او کورني سیلانیان کولای شي په هر ډول حالاتو کې د کونړ ښکلاوې ننداره کړي .

په ورته مهال، کونړ ته ورغلي سیلانیان د دغه ولایت د ښکلاوو د ستاينې ترڅنګ، له حکومته غواړي چې سیلانیانو ته دې لازمې اسانتياوې برابرې کړي.

‎محمد قسیم چې له خوست ولایته د کونړ د دانګام ولسوالۍ بینشۍ سيمې ته تللی، له خپل سفر څخه خوښ دی خو وايي چې سیلانيانو ته لازمې اسانتياوې نشته.

ده وویل: «زه او زما ۱۵ نور ملګري د اختر په درېیمه کونړ ته راغلي یو، کونړ ډېرې ښکلې منظرې او پاکه هوا لري، خو لارې يې ډېرې تخريب شوې او له حکومت هیله کوو چې سيلانیانو ته لازمې اسانتياوې برابرې کړي.»

‎محمد عمران چې د ننګرهار اوسېدونکی دی او د اختر په ورځو کې د کونړ سرکاڼو ولسوالۍ اړوند نواپاس سیمې ته تللی، وايي چې لاهم د کونړ ډېرو غرنیو سیمو ته سړک نه دی جوړ شوی.

‎ده وویل: «کونړ ډېر ښکلی دی، خو د سیلانیانو لپاره هېڅ ډول اسانتیاوې شتون نه لري، د لارې د خرابوالي ترڅنګ، د سیلانیانو لپاره د شپې تېرولو هیڅ ډول امکانات نه لېدل کېږي.»

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.