فیضاباد (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۱): د بهرنیو چارو سرپرست وزیر چې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د سرحدي ستونزو څېړلو په موخه بدخشان ولایت ته سفر کړی، وایي چې له نړۍ سره د افغانستان اړیکي د ښه کېدو په حال کې دي او اوسمهال په کابل کې ۱۵ بهرني سفارتونه خلاص دي.
د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس معزالدین احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي تېره ورځ بدخشان ته ورسېد او د دغه ولایت له والي او نورو چارواکو سره یې ولیدل.
متقي د بدخشان ولایت مقام کې په خپلو خبرو کې وویل: «خلک د اسلامي امارت رسمیت پېژندنې ته اندېښمن دي، زموږ تعامل له نړۍ او ټولو هېوادونو سره ښه او د لا ښه کېدو په حال کې دي.»
هغه وایي چې دا مهال په کابل کې ۱۵ بهرني سفارتونه خلاص دي او دغهراز د افغانستان سفارتونه د نړۍ په ټولو هېوادونو کې خلاص دي.
متقي په خپلو خبرو کې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د سرحدي ستونزو په اړه خبرې وکړې او له ډیپلوتیکو لارو ورته پر رسېدنې ټينګار وکړ.
نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ په سرحدي سیمو کې د مېشتو قومونو پر ښو اړیکو ټینګولو ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې شته ستونزو او په ځانګړي ډول د بازارګوټو بیا پرانیستلو اړوند برخو کې به له ډیپلوماتیکو لارو چارو اقدام وشي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په داسې حال کې دغو ستونزو ته اشاره وکړه چې د بدخشان والي عبدالغني فایق په دغه لیدنه کې د دواړو هېوادونو د ګډ بازار له بندېدو شکایت درلود او د بېرته پرانیستلو غوښتنه یې وکړه.
هغه وایي، د بهرنیو چارو وزیر هم په دغه لیدنه کې د یاد ولایت د خلکو ستونزې د ادارو د رییسانو له لارې واورېدې او د هغو پر هواري یې ژمنه وکړه.
د بدخشان د بهرنیو چارو رییس قاري فیضالرحمن عطايی، په دغه ناسته کې وویل چې قونسلي خدمتونه اوس په دغه ولایت کې فعال شوي او د شیرخان بندر له لارې ویزې صادریږي.
Views: 75
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن