کابل (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۱): د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د نامعلومو وسلهوالو له لوري د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۷ غړي وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند خالد ځدراڼ نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره ورځ د کابل د پغمان ولسوالۍ په «دل نظرک» کلي کې ناپېژاندو وسلهوالو پر يوه فیلډر موټر ډزې کړې دي.
دی وايي، په دې پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷ کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
هغه زیاته کړه چې په دې اړه تر اوسه څوک نه دی نیول شوي، خو پېښه تر پلټنې لاندې ده.
ځدراڼ زیاتوي، تر اوسه د یادې پېښې علت معلوم نه دی خو د سیمې د خلکو په وینا چې دا پېښه کېداى شي د «شخصي دښمنۍ» له امله رامنځته شوې وي.
Views: 1325
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن