Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

استخبارات: په ننګرهار کې يو ماشوم له سړي تښتوونکو ژغورل شوی

کابل (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۱): د استخباراتو لوی رياست وايي، امنيتي ځواکونو د ننګرهار په کوز کونړ ولسوالۍ کې يو ماشوم له سړي تښتوونکو څخه ژغورلی دی.

سرچینې پرون پر خپل ټويټرپاڼه لیکلي چې د ننګرهار د استخباراتو ریاست منسوبینو د دې ولایت په کوز کونړ ولسوالۍ کې د روح الله په نوم یو تن ماشوم د سړي تښتوونکو له منګولو ژغورلی دی.

يادې سرچينې دا نه دي ويلي چې دغه ماشوم څه وخت ژغورل شوی دی.

خو ويلي يې دي چې ياد ماشوم څه موده وړاندې د دغه ولایت له سرخرود ولسوالۍ څخه اختطاف شوی و، اوس بېرته له خپلې کورنۍ سره يوځای شو.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.