اټلانټا (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۱) : په نړیوالو مارکېټونو کې د اومه تېلو بیې نورې هم ټیټې شوې چې ورسره دیوه بیرل تېلو بیه ۹۱ ډالرو ته راښکته شوې ده.
د رویټرز اژانس د خبر له مخې، په بریتانیا کې د اومه تېلو په یوه بیرل کې څلور ډالره کمښت راغلی چې بیه یې ۹۵ ډالرو ته ټیټه شوې، بلخوا دامریکا په مارکیټونو کې بیا د تېلو په بیه کې ۴،۶ ډالره کمښت سره د یو بیرل تیلو بیه ۹۱،۶ ته ټیټ شوی دی.
اقتصاد پوهانو ویلي چې په نړیوالو مارکیټونو کې د تیلو په بیو کې د کموالي لامل د امریکا د حکومت لخوا د سود د فیصدۍ لوړول دي .
په دې وروستیو کې د تېلو بیې تر ۱۲۰ ډالره في بیرل رسیدلي وو، خو له تیرو څو ورځو راهیسې یې په بیو کې ټیتوالی ثبت شوی دی.
د اقتصادي چارو کارپوهانو ویلي چې د روان زیږدیز کال تر پایه پورې به د یو بیلر تیلو بیه ۶۰ ډالرو ته ټیټ شي.
په نړیوالو مارکیټونو کې د تیلو بیو ټیټیډو سره پاکستان د پیټرولو او ډیزلو د بیو ټیټولو اعلان کړی دی، خو په افغانستان کې حکومت تر اوسه په دې اړه کوم اعلان نه دی کړی.
د راپورونو له مخې، پرون چهارشنبه په کابل کې یو لیتر ډیزل په ۱۲۷ او یو لیتر پټرول په ۹۵ افغانیو پلورل کېده.
د تېلو دا بیې په تېرو یولسو میاشتو کې وروسته له هغې چې په افغانستان کې نوی حکومت رامنځته شو، وخت په وخت لوړې شوې، خو په وروستیو څو ورځو کې په بېساري ډول لوړې شوي.
د تېر حکومت د سقوط پر مهال یو لیتر پټرول له ۴۰ تر ۴۳ او لیتر ډیزل له ۸۰ تر ۸۵ افغانیو پلورل کېدل.
دا په داسې حال کې ده، چې د تېلو د نرخونو په اړه د خلکو تر شکایتونو وروسته د رياست الوزراء اقتصادي معاونیت وویل چې د تېلو د نرخونو په لوړولو او د بحراني حالت په رامنځته کولو کې ځینې کړۍ لاس لري.
Views: 2637
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن