کابل (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۱): د استخباراتو لوی ریاست وايي چې مشهور دیني عالم شیخ سردارولي ثاقب د یوه کس له خوا په خپل کور کې په چړو وهل شوی او په وينا يې چې په دې قضیه کې «خوارجو» لاس درلود.
شیخ سردار ولي ثاقب د جلال آباد ښار د نارنج باغ ديني مدرسې مهتمم او مدرس و چې وړمه شپه د کابل پنځمې امنیتي حوزې په مربوطاتو وژل شوی دی.
د استخباراتو د لوی ریاست وياند خلیل همراز په خپله ټويټرپاڼه لیکلي: «د استخباراتو لوی ریاست د ځانګړي تحقيقاتي ټیم لومړني نتایج ښيي چې د ستر عالم شهید شیخ سردارولي تقبله الله د شهادت په قضیه کې چې د یو تن فتنګر له خوا لومړی په خپل کور کې په چړو وهل شوی او بیا په شهادت رسیدلی، د خوارجو لاس و.»
نوموړي زياته کړې چې د دغه قتل په اړه لا جدي پلټنې روانې دي او په وينا يې چې عاملین به يې پيدا او له اسلامي شریعت سره سم به مجازات شي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP