غزني (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۱ ): د غزني ولايت په ګیرو ولسوالۍ کې په دوو ورځو کې ۱۸۴ کسان پر کولرا ناروغۍ اخته شوي دي.
دغه خبره د ياد ولایت د عامې روغتيا ریاست د ساري ناروغيو د کنټرول مسوول ډاکټر محمدنسيم ابرار پرون (د چنګاښ ۲۴مه) پژواک خبري اژانس ته وکړه.
ده وویل، یاد کسان په مټاخان کلي کې د يوه کارېز د اوبو – چې خرابې شوې وې – څښلو له امله ناروغان شوي دي.
د نوموړي په وينا چې سیمې ته روغتیايي ټیمونه رسېدلي او د ناروغانو د کنټرول ترڅنګ، د ياد کارېز د اوبو پاکولو هڅې یې هم پیل کړې دي.
هغه زياته کړه: «له نېکهمرغه کوم ځاني زیان نه لرو، خو دغه ۱۸۴ ناروغان مو د ګېرو ولسوالۍ پنې روغتون، یو کس د میري او دوه کسه نور بیا چې روغتیايي وضعیت یې ښه نه وو د غزني حوزوي روغتون ته لېږلي دي.»
د نوموړي په وینا، پر دغې ناروغۍ اخته کسان ډېری یې مېرمنې، ماشومان او د ډېر عمر لروونکي کسان دي.
د يادونې ده، کولرا يوه حاده ساري او مېکروبي ناروغي ده چې اسهال او کانګې يې تر ټولو مهمې نښې دي او طبپوهان وايي چې د يادو نښو په پيدا کېدو سره دې ناروغ په بېړه روغتون ته مراجعه وکړي.
Views: 57
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن