ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تالقان کې زرګونه کورنۍ له خوږو اوبو برخه‌منې شوې

تالقان کې زرګونه کورنۍ له خوږو اوبو برخه‌منې شوې

author avatar
16 Jul 2022 - 13:20
تالقان کې زرګونه کورنۍ له خوږو اوبو برخه‌منې شوې
author avatar
16 Jul 2022 - 13:20

تالقان (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۱): تالقان ښار کې د یوه ترکي بنسټ په همکارۍ زرګونو کورنیو ته – چې مخکې یې له تروو اوبو استفاده کوله – خوږې اوبه برابرې شوې.

د ترکیې هېواد اړونده د «ردا» خیریه بنسټ مسوولینو د تخار مرکز تالقان ښار اړوند په نواباد شوراب سیمه کې د ۳۴۰۰ امریکایي ډالرو په لګښت د څښاک پاکو اوبو د یوې څاه د پرانیستلو خبر ورکړی او وایي چې د دغې څاه د پرانیستلو په نتیجه کې، زرګونه کورنۍ له خوږو صحي اوبو څخه برخمنې شوې دي.

په افغانستان کې د ردا خیریه بنسټ مسوول عبدالبشیر حبیب‌یار وایي، د تالقان ښار په نواباد شوراب سیمه کې خلک له کلونو راهیسې له خوږو اوبو بې برخې وو؛ اوس د ردا خیریه بنسټ  د سیمې له خلکو سره په همغږۍ د خوږو پاکو اوبو یوه څاه پرانیستلې ده.

هغه وایي، خلک له دې وروسته کولی شي چې له خوږو اوبو څخه استفاده وکړي.

د نوموړي په خبره، پر یادې څاه ۳۴۰۰ ډالر لګښت راغلی او د پرانیستې په پایله کې یې زرګونه کورنۍ له خوږو اوبو څخه ګټه اخلي.

په دغه حال کې د تخار ځيني اوسېدونکي هم له دغه راز ټولګټو کارونو پيلېدو څخه خوښي څرګندوي.

د تالقان ښار د نواباد شوراب سیمې یوه اوسېدونکي عبدالباقي پژواک ته وویل، د دغې سیمې خلک له کلونو راهیسې له تروو اوبو څخه استفاده کوله او پر راز راز ستونزو او ناروغیو اخته وو؛ خو اوس خوښ دي چې له خوږو صحي اوبو استفاده کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د تخار مرکز تالقان ښار د نواباد شوراب داسې یوه سیمه ده چې هيڅ ډول خوږې اوبه نه لرلې او د سیمې خلکو له کلونو راهیسې له تروو اوبو استفاده کوله.

Views: 19

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.