ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مالیزیا: له افغانانو سره همکارۍ دوامداره ساتو

مالیزیا: له افغانانو سره همکارۍ دوامداره ساتو

author avatar
17 Jul 2022 - 10:06
مالیزیا: له افغانانو سره همکارۍ دوامداره ساتو
author avatar
17 Jul 2022 - 10:06

کابل (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۱): د مالیزیا یوه پلاوي د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر   سره په لیدنه کې ویلي، هېواد یې د افغانستان له سرپرست حکومت سره ښکېلتيا ته دوام ورکوي او له افغانانو سره همکارۍ دوامداره ساتي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي تېره ورځ د مالیزیا هېواد له لوري د افغانستان لپاره د بهرنیو چارو وزير ځانګړي سلاکار داتو احمد اعظم عبدالرحمن او د جنوبي او مرکزي اسیا مرستیال سکرتر محمداظهر مزلان او مل لوړپوړي پلاوي سره وکتل.

سرچینې د جزییاتو له ورکولو پرته لیکلي چې په دغه ناسته کې پر سوداګرۍ، اقتصادي اړیکو، بانکي سکټور، د زده‌کړو بهير او دوه اړخيزو همکاریو خبرې وشوې.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، متقي ویلي چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره ښه فرصت رامنځته شوی دی.

ده له مالیزیایي پلاوي غوښتي چې د اسلامي بانکدارۍ ترڅنګ له افغانانو سره د تعليمي بورسونو او ظرفیت لوړونې په برخو کې همکاري وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو پر اساس، مالیزیايي پلاوي ویلي چې له افغان حکومت سره به ښکېلتيا ته دوام ورکوي او هڅه کوي چې غوښتنو ته یې رسېدنه وکړي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، مالیزیایي پلاوي زیاته کړې، هڅه کوي چې پرمختګونه رامنځته کړي او له افغانانو سره همکارۍ دوامداره وساتي.

Views: 82

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.