کابل (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۱): د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د چنګاښ له دویمې تر ۲۲مې یې څه باندې ۹۰۶ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.
دغه وزارت نن پر ټویټر لیکلي چې د روانې چنګاښ میاشتې له ۱۶مې تر ۲۲مې یې څه باندې ۹۴ میلیونه او ۴۱۳ زره افغانۍ عواید راټول کړي دي.
سرچینې د جزییاتو له ورکولو پرته لیکلي چې دغه عواید یې د اوبلن ګاز او نورو منرالونو له مدرکه راټول کړي دي.
دغه وزارت مخکې ویلي و چې د چنګاښ له دویمې تر ۱۵مې یې ۸۱۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي و.
یادو شمېرو ته په پام دغه وزارت په منځنۍ کچه هره ورځ څه باندې ۴۳ میلیونه افغانۍ عواید راټولوي.
دا په داسې حال کې ده چې د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، هره ورځ له افغانستان څخه له ۱۳زره تر ۱۵زره ټنه د ډبرو سکاره صادرېږي او حکومت سکرو ته د تقاضا په لوړېدو سره د چنګاښ په ۷مه د دغو ډبرو د یوه ټن صادرولو بیه له ۹۰ ډالرو څخه ۲۰۰ ډالرو ته لوړه کړې ده.
Views: 66
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن