کابل (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۱): د پاکستان د سوداګرۍ د وزیر په مشرۍ یو پلاوی له افغان چارواکو سره د ډبرو سکرو، سوداګرۍ، ټرانزیټي مسایلو او بندري خدماتو په اړه د خبرو په موخه نن کابل ته را ورسېد.
د افغانستان ملي تلويزيون په ټويټر کې راغلي چې د سوداګري او ترانزیټي موضوعاتو په اړه د خبرو اترو لپاره پاکستانی پلاوی کابل ته راورسېد.
سرچينه کاږي، یاد پلاوی به له افغان چارواکو سره د افغانستان او پاکستان ترمنخ پر سوداګریزو او ترانزیټي موضوعاتو خبرې وکړي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند مفتي عصمتالله برهان پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه پلاوي مشري د پاکستان د سوداګرۍ وزير کوي چې سوداګر هم په کې شامل دي او ټاکل شوې سبا د افغانستان سوداګرۍ وزارت او وروسته له نورو وزارتونو سره ناستې ولري.
دا په داسې حال کې ده چې د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، هره ورځ له افغانستانه له ۱۳ زره تر ۱۵ زره ټنه د ډبرو سکاره پاکستان ته صادرېږي او حکومت سکرو ته د تقاضا په لوړېدو سره د چنګاښ په ۷مه د سکرو د یوه ټن صادرولو بیه له ۹۰ ډالرو څخه ۲۰۰ ډالرو ته لوړه کړه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP