Language

چین د افغانستان د فرهنګي او تاریخي میراثونو بیارغولو ته چمتووالی ښودلی

کابل (پژواک، ٢٧ چنګاښ ١٤٠١): چين افغانستان د تمدنونو او تاريخونو کور بللى او ويلي یې دي چې هېواد یې د افغانستان د فرهنګي او تاریخي میراثونو بیارغولو ته چمتو دی.

د ملي راډيو ټلوېزيون د راپور له مخې، په افغانستان کې د چین د اقتصادي او فرهنګي برخو مسوول ماسټر خون او نن د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر برخې له مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي سره ليدلي دي.

په دې ليدنه کې خون او ويلي چې افغانستان د تمدنونو او تاریخونو کور دی او چین د افغانستان د فرهنګي او تاریخي میراثونو بیارغولو ته چمتووالی لري.

دغه راز عزیزي هم له نوموړي غوښتي چې پر اقتصادي همکاریو سربېره په فرهنګي، هنري او لرغون پېژندنې برخو کې خپلې تجربې له دغه وزارت سره شریکې کړي.