کابل (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۱): د کابل امنیه قومانداني وایي، د کابل ښار د لومړۍ امنيتي حوزې اړوند سيمو کې یې څلور «غله» چې په ډېرو وسلهوالو غلاوو کې يې لاس درلود، نيولي دي.
د کابل امنیې قوماندانۍ پر خپل تويټر يوه ويډيو خپره کړې چې په کې د دې قوماندانۍ د لومړۍ امنيتي حوزې جنايي مدیر مولوي محمد نعمان ریحان وايي چې دغه څلور کسان د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند سیمو کې نیول شوي دي.
هغه زياتوي، په نیول شوو کسانو کې میرویس مشهور په نواسه خطاب، حسیب الرحمن مشهور په حسیب شاه شهید او شکرالله مشهور په کچالو شامل دي.
دی وايي: «ميرويس مشهور په نواسه خطاب چې دا يو مشهور غل دی، موږ اطلاع ترلاسه کړه چې دغه کس د ده سبز ولسوالۍ نه ۱۲۰۰ چرګان غلا کړي، دغه کس مو له چرګانو سره د لومړۍ حوزې د چوک په سيمه کې ونيو او چرګان یې خپل مالک ته وسپارل.»
د ده په وينا، نیول شوي کسان په کابل ښار کې په ډېر وسلهوالو غلاوو او تښتونو کې لاس درلود؛ «متکرر غله دي او څو وارې زنداني شوي هم دي.»
ریحان زياتوي چې د نیول شوو کسانو دوسیې بشپړې شوې او ژر به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
په ويډيو کې یو نیول شوی کس وايي: «حسیب شاه شهيد یم، دوه درې ځلې مې غلاوې کړې، نورې نه کوم، بد مې کړي.»
Views: 104
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن