Language

لغمان کې نامعلومو وسله‌والو يو هټۍوال وژلى

مهترلام (پژواک، ٢٧ چنګاښ ١۴٠١): ناپېژاندو وسله‌والو د لغمان ولايت په قرغيو ولسوالۍ کې يو هټۍوال په ډزو وژلى دى.

د قرغيو ولسوال سکرتر شرین عالم سکندر پژواک ته وویل چې تېره شپه شاوخوا نهه بجې په مندروړ سيمه کې ناپيژاندو وسله‌والو د اميدالله په نوم يو هټۍوال وژلى دى.

هغه وايي چې اميدالله د پخواني حکومت د ملي امنيت کارکونکى و.

سکندر وايي چې د يادې پېښې په تړاو څوک نه دي نيول شوي خو په اړه يې پلټنې پيل شوې دي.