Language

اروزګان کې د سېلابونو قربانیانو له کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

ترینکوټ (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۱): په اروزګان کې له هغو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه چې غړو یې د وروستیو سېلابونو له امله ژوند له لاسه ورکړی و.

سېلابونو د دغه ولایت په چورې او خاص اروزګان ولسوالیو کې د درنو مالي زیانونو اړولو ترڅنګ د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۸ کسان مړه کړي وو.

د اروزګان والي ملا محمد خان دعوت پژواک خبري اژانس ته وویل، له هغه وروسته چې سېلابونو په دغه ولایت کې ځاني او مالي زیانونه واړول د «اسلامي امارت» مشر د قربانیانو له کورنیو سره د بېړنۍ مرستې لارښوونه وکړه.

هغه زیاته کړه، په همدغه بنسټ نن د یادو ۱۸ قربانیانو له کورنیو سره د هر وژل شوي کس له کورنۍ سره سل زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه.

دی وايي، ټاکل شوې ده د سېلابونو د قربانیانو ترڅنګ له هغو سېلاب ځپلو سره هم بشري مرستې وشي چې مالي زیانونه ور اوښتي دي.

د هغه په خبره، له تېرو پنځو ورځو راهیسې د دغه ولایت په خاص اروزګان، چنارتو او چورې ولسوالیو کې د بېلابېلو مرستندویه ادارو ګډ پلاوي په سروې بوخت دي څو د اوښتو زیانونو کچه معلومه کړي او زیانمن شوو ته بشري مرستې ورسوي.

د خاص اروزګان ولسوالۍ اوسېدونکي شېرمحمد چې د کورنۍ شپږو غړو یې د سېلاب له امله ژوند له لاسه ورکړی، په ورسره شوې مرسته خوښ دی.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل، د وروستیو سېلابونو له امله یې نه یوازې د کورنۍ شپږ غړي مړه شوي، بلکې میلیونونه افغانۍ مالي زیان هم ور اوښتی دی.

دی غوښتنه کوي چې له ده او د ده په څېر له نورو سېلاب ځپلو خلکو سره  دې د اوږدمهال لپاره مرستې وشي.