ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان نړۍوال بانک هېواد کې د ۲۰۲۲ کال د غوره بانک جایزه تر لاسه کړه

د افغانستان نړۍوال بانک هېواد کې د ۲۰۲۲ کال د غوره بانک جایزه تر لاسه کړه

author avatar
18 Jul 2022 - 12:57
د افغانستان نړۍوال بانک هېواد کې د ۲۰۲۲ کال د غوره بانک جایزه تر لاسه کړه
author avatar
18 Jul 2022 - 12:57

کابل (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۱): د افغانستان نړۍوال بانک (AIB) وايي، د «یورومني» سازمان له خوا یې په افغانستان کی د ۲۰۲۲ کال د غوره بانک جایزه ترلاسه کړه.

یورومني (Euromoney) یوه مجله ده چې په ۱۹۶۹ کال کې یې کار پیل کړی او په نړۍواله کچه بانکي مسایل او پانګونې تر پوښښ لاندې راولي.

د افغانستان نړۍوال بانک پر خپلې فېسبوکپاڼې لیکلي چې د «یورومني» سازمان په افغانستان کې د ۲۰۲۲ کال د غوره بانک جایزه ورکړې ده.

https://www.facebook.com/AfghanistanIntBank/posts/pfbid0RK6wBN9XyWeima7pQhbNzBP2AWQCgLc8pBfifbnkn422oNeoaXUypVSfLmNCGUFxl?__tn__=%2CO*F

سرچینې لیکلي: «دغه لاسته راوړل شوې جایزه د بانکدارۍ په صنعت کې یو له ډېرو نامتو جایزو څخه ده.»

دغه بانک لیکي چې د افغانستان نړۍوال بانک مدیره پلاوی، د څارنې بورډ او د ټولو کارکوونکو له پام وړ زیار ویستلو څخه مننه کوي او دغه لاسته‌راوړنه د بانک ټولو پېرودونکو او هېوادوالو ته وړاندې کوي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، یاد بانک دغه جایزه له ۲۰۲۰ کال راهیسې د درېیم ځل لپاره هم ترلاسه کړې ده.

Views: 224

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.