ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ پر برېښنایي پروژو درې ورځني مذاکرات پیل شول

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ پر برېښنایي پروژو درې ورځني مذاکرات پیل شول

author avatar
18 Jul 2022 - 01:49
د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ پر برېښنایي پروژو درې ورځني مذاکرات پیل شول
author avatar
18 Jul 2022 - 01:49

اټلانټا (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۱): د برېښنا شرکت وایي، د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ پر برېښنایي پروژو درې ورځني مذاکرات په کابل کې پیل شوي دي.

د افغانستان برېښنا شرکت له خوا د چنګاښ په ۲۶مه، ناوخته په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د برېښنا شرکت رهبرۍ له ترکمنستانه راغلي د ترکمن انرګو شرکت مشرتابه پلاوي سره، د برېښنا اړوند ملي پراختیايي پروژو په اړه د خبرو اترو درې ورځنۍ ناسته پیل شوه.

سرچینې زیاته کړې، کابل ته له ترکمنستانه راغلی پلاوی به د درې ورځنیو ناستو په ترڅ کې د دواړو لورو ترمنځ د ټاپ پروژې، نورالجهاد سب سټېشن، د راتلونکي کال لپاره د اړتیا وړ برېښنا پر اندازې او تړون، د راتلونکي کال لپاره د برېښنا تعرفې لګښت، د شبرغان ـ دشت الوان ۵۰۰ کیلوولټ مزي پروژې بشپړولو او ترکمنستان ته د پیسو د ورکړې پر څرنګوالي خبرې اترې ولري.

په خبرپاڼه کې راغلي، د ناستې په پیل کې د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس ملا محمدعیسی ثاني راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل : «موږ په دې لټه کې یو چې خپلې ټولې چارې په عمل کې ثابتې کړو او له تاسو هم غوښتنه کوو چې زموږ سره د برېښنا په عملي چارو کې برخه واخلئ.»

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د ترکمن انرګو شرکت رییس الیاسوف د برېښنا شرکت رهبري پلاوي له هرکلي مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې دوی د برېښنا په برخه کې د شته ستونزو د حل په موخه راغلي او هيله یې څرګنده کړه چې دغه درې ورځنۍ ناسته د دواړو لورو ترمنځ د برېښنا سکتور په برخه کې ګټوره تمامه شي.

په دې لیدنه کې د ترکمنستان د نړۍوالو پروژو رییس مراد ارتیکوف، د یاد هېواد انرژۍ وزارت د بهرني اقتصاد رییس عطاګیلدي مامیوف او د افغانستان برېښنا شرکت د عملياتي، مالي او اداري، پلان او پالیسي، برنامو ریاستونو رییسانو او د دفتر رییس ګډون درلود.

د یادونې ده، افغانستان اوسمهال ۱۶۰۰ میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري چې ۷۰ سلنه یې له ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان او ایران څخه واردوي او ۳۰ سلنه له خپلو داخلي سرچینو څخه پوره کوي.

Views: 320

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.