ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځایي مسوولین: د پکتیکا د ګیان ولسوالۍ ږلۍ کلي کې دوامداره زلزله کېږي او وېرونکی غږ هم لري

ځایي مسوولین: د پکتیکا د ګیان ولسوالۍ ږلۍ کلي کې دوامداره زلزله کېږي او وېرونکی غږ هم لري

author avatar
19 Jul 2022 - 00:27
ځایي مسوولین: د پکتیکا د ګیان ولسوالۍ ږلۍ کلي کې دوامداره زلزله کېږي او وېرونکی غږ هم لري
author avatar
19 Jul 2022 - 00:27

لومړی تعقیب – ښرنه (پژواک، ٢٧ چنګاښ ١۴٠١): د پکتیکا د عامې روغتیا ریاست وایي، د ګيان ولسوالۍ په “ږلۍ” کلي کې له مازیګر راهیسې په دوامداره توګه زلزله کېږي چې يو ډول وېرونکی غږ هم ورسره دی.

د عامې روغتيا رییس ډاکټر حکمت‌الله عصمت وایي، د ګيان اړوند په “ږلۍ” کلي کې په دوامداره توګه ځمکه ښوري او ورسره یو ډول وېرونکی غږ هم اورېدل کېږي.

هغه رسنیو ته په استول شوي غږېز پيغام کې د حکومت له اړوندو ادارو غوښتنه کړې چې په ګيان ولسوالۍ کې دې بېړنۍ جیولوجيکي سروې ترسره کړي.

په ورته مهال له ګیان ولسوالۍ څخه یوې بلې سیمه‌ییزې سرچينې هم پژواک اژانس ته وویل چې له مازیګر راهیسې درې ځلې د زلزلې ټکانونه محسوس شوي چې چاودنې ته ورته غږ هم ورسره و.

سرچينه زياتوي، د سيمې اوسېدونکي له خپلو کورونو څخه د زلزلې له وېرې وتلي او په تش ميدان شپه تېروي.

د چارواکو په خبره، مازیګر شاوخوا پنځه بجې د رامنځته شوې زلزلې له امله د ګيان ولسوالۍ لس اوسېدونکي ټپيان شوي دي.

د وروستۍ زلزلې له امله د پکتیکا په ګیان او برمل ولسوالیو کې ځيني هغه کورونه هم نړېدلي چې په تېرو زلزلو کې نيمه ویجاړ شوي وو.

د راپورونو له مخې، نن شاخوا پنځه بجې په پکتيکا، خوست او ننګرهار ولايتونو کې زلزله شوې ده.

د پکتيکا د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر محمدیعقوب پتمل پژواک خبري اژانس ته وويل چې د لومړنیو معلوماتو له مخې په ګیان ولسوالۍ کې د وروستۍ زلزلې له امله ۷ کسان ټپيان شوي چې روغتيايي مرکزونو ته انتقال شوي دي.

نوموړی زیاتوي چې په دې زلزله کې ځیني هغه کورونه هم نړېدلي چې د تېرو ورځو په زلزلو کې زيانمن شوي وو.

خو د پکتیکا د اطلاعاتو او کلتور رییس محمدامین حذیفه په ګیان ولسوالۍ کې د وروستۍ زلزلې له امله د ټپيانو شمېر ۱۰ کسه ښیي.

د چارواکو په خبره، د زلزلې په وروستۍ پېښه کې څوک مړه شوي نه دي.

د يادونې ده، شاوخوا يوه مياشت وړاندې هم پکتيکا او خوست ولایتونو کې د زلزلې له امله شاوخوا ۴۰۰۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه چې په دې ډله کې یوازې له ګیان او برمل ولسوالیو څخه ۲۵۰۰ کسان شامل وو.

Views: 147

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.