ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نورستان چارواکي: د سیلانیانو لپاره مو لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي

د نورستان چارواکي: د سیلانیانو لپاره مو لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي

author avatar
19 Jul 2022 - 19:08
د نورستان چارواکي: د سیلانیانو لپاره مو لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي
author avatar
19 Jul 2022 - 19:08

پارون (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۱): د نورستان چارواکي وايي، په دې وروستیو کې دغه ولایت ته د سیلانیانو ورتګ ډېر شوی چې دوی هم لازمې اسانتیاوې ورته برابرې کړې دي.

هغوی زیاتوي، د سیلانیانو له ورتګ سره د دغه ولایت د ډېرو اوسېدونکو په اقتصادي وضعیت کې ښه والی هم راغلی دی.

د نورستان د والي ویاند سیف الدین لټون پژواک خبري اژانس ته وویل، له هغه وروسته چې په هېواد کې «اسلامي امارت» په بشپړه توګه واکمن شوی دغه ولایت ته د سیلانیانو په ورتګ کې د پام وړ ډېروالی راغلی دی.

هغه زیاته کړه، په ټوله کې د امنیت ټینګښت، پانګه والو ته غوره شرایط برابرول، سیلانیانو ته لازمې اسانتیاوې وړاندې کول او له هغوی سره د حکومتي مسوولینو له خوا ښه چلند کول د دې لامل شوی چې نورستان ته زرګونه سیلانیان راشي او د دغه ولایت د طبیعي ښکلاوو ننداره وکړي.

دی وايي، د نورو اسانتیاوو تر څنګ په تېرو لسو میاشتو کې په دغه ولایت کې د مېلمستونونو شمېر له یوه څخه لسو ته لوړ شوی او په دې برخه کې ستونزې حل شوې دي.

د ده په خبره، که څه هم د دغه ولایت بېلابېلو سیمو ته د غځېدلو لارو په برخه کې ستونزې پر ځای پاتې دي خو دوی یې د حل هڅې کوي.

لټون وویل، اړوندې ادارې هڅې کوي وخت په وخت د سړکونو د هوارکارۍ چارې تر سره کړي او په اوږدمهال کې یې په بنسټیز ډول جوړ کړي.

بل خوا د نورستان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي سميع الحق حقبيان پژواک خبري اژانس ته وویل، په تېرو څو میاشتو کې دغه ولایت ته ۳۰ زره سیلانیان راغلي چې څو تنه بهرني سیلانیان هم په کې شامل وو.

دی وايي، په اوسني موسم کې دغه ولایت ته د سیلانیانو د ورتګ لړۍ روانه ده چې ورسره د دغه ولایت د ډېرو اوسېدونکو په اقتصادي وضعیت کې ښه والی هم راغلی دی.

د نوشېر په نوم کس چې په مرکز پارون کې د ملي پارک په نوم هوټل لري، وايي که څه هم سږ کال د لوی اختر په ورځو کې د سېلابونو د راوتلو له امله ډېر سیلانیان دغه ولایت ته را نه غلل خو د لارو له خلاصېدو وروسته یې کاروبار ښه شوی او هره ورځ لسګونه سیلانیان ورځي.

هغه له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د نورو اسانتیاوو برابرولو تر څنګ دې د نورستان له مرکز پارون څخه ولسوالیو ته غځېدلي سړکونه ورغوي چې په دې توګه به دغه ولایت د سیلانیانو ورتګ څو برابره ډېر شي.

له ننګرهار څخه نورستان ته راغلی یو سیلاني نورالحبیب هم وايي چې سږ کال دلته د هوټلونو په برخه کې د سیلانیانو ستونزې حل شوې خو د سړکونو خرابوالی لویه ستونزه ده چې له امله یې دغه ولایت ته کوچني موټر تګ راتګ نه شي کولای.

هغه دغه راز یادونه وکړه چې په دغه ولایت کې د خوراکي او نورو اړتیا وړ توکو بیې لوړې دي چې تر ډېره یې لامل د سړکونو خرابوالی ګڼل کېږي.

نوموړی هم له حکومته د سړکونو د جوړولو غوښتنه کوي.

نورستان دوه کاله مخکې د ملي پارک په نوم ونومول شو چې له هغه وروسته د سیلانیانو پام ور اوښتی دی خو د سړکونو خرابوالی، د توکو لوړې بیې، د مخابراتي خدماتو محدودیت او نور هغه ستونزې دي چې سیلانیان یې د حلولو غوښتنه کوي.

Views: 94

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.