Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پاکستانۍ کلدارې د ډالرو پر وړاندې ارزښت نور هم له لاسه ورکړ، یو ډالر په ۲۲۲ کلدارو شو

اټلانټا (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۱) :  د پاکستان د اسعارو په بازار کې کلدارې د ډالرو پر وړاندې خپل ارښت نور هم له لاسه ورکړی او نن هلته یو ډالر په ۲۲۲ کلدارو بدلېدلو.

د پاکستان خصوصي تلویزیون (جیونیوز) د چنګاښ په ۲۸مه، خبر ورکړی چې پرون یو ډالر په ۲۱۵ کلدارو بدلېدلو ، خو نن ناڅاپه  کلدارې نور هم ارزښت له لاسه ورکړی او د ورځې تر پایه پورې یو ډالر ۲۲۴ کلدارو باندې بدلېدلو.

سرچینې زیاته کړې چې په ازاد بازار کې یو ډالر په ۲۲۴ کلدارو بدلېدلو خو په بانکونو کې یې بیه ۲۲۲ ډالره وو.

د یادونې وړ ده، چې په پاکستان کې له تیر یوه کال راهیسې اقتصادي او سیاسي بحران رامنځته شوی چې له امله یې ددغه هېواد کرنسي ورځ تر بلې خپل ارزښت له لاسه ورکوي.

د بي بي سي د راپور له مخې، په پاکستان کې د تېر اپریل میاشت کې د حکومت له بدلون وروسته تر څه مودې پورې د ډالر په مقابل کې د روپۍ ارزښت کې ثبات راغی، خو د اپریل له ۱۱ مې وروسته بېرته د ډالر ارزښت په زیاتېدو شو، چې لا هم دوام لري.

پاکستان کې له تېرو څو میاشتو راهیسې د ډالر په مقابل کې د روپۍ ارزښت پرلپسې کمېږي او د ماهرینو په وینا لوی لامل یې په نړیوالو بازارونو کې د سون توکو او خوراکي توکو بیو لوړېدل دي، چې پاکستان یې تر ډېره بریده واردوي.

د پیسو نړیوال وجهي صندوق له لوري پاکستان ته د پور ورکولو کې ځنډ یو بل لامل بلل کېږي چې له کبله یې پاکستان کې نړیواله پانګه اچوونه کمه شوې ده.

تېره اونۍ د پاکستاني چارواکو او ای ایم ایف تر منځ د پور ورکړې له هوکړې وروسته تر یو څه حده د روپۍ ارزښت کې ثبات راغی، خو له تېرو څو ورځو راهیسې په پرلپسې توګه روپۍ بې ټیکاوه شوه او ارزښت یې له لاسه ورکړ.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.