Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د برېښنا شرکت: د هرات نورالجهاد سب سټیشن پروژې چارې یوه اونۍ کې پیلېږي

کابل (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۱): د برېښنا شرکت وايي، د هرات نورالجهاد سب سټېشن پروژه د یوې اونۍ په اوږدو کې پیلېږي چې له بشپړېدو وروسته به هرات ته له ترکمنستانه ۱۰۰ مېګاواټه برېښنا وارده شي.

یاده پروژه تېر کال د سلواغې په اتمه، د ترکمن ارګو له کمپنۍ سره له ۱۱۰ تر ۲۲۰ کیلوواټه په ظرفیت سره لاسلیک شوې وه.

د افغانستان برېښنا شرکت له لوري پژواک خبري اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه شرکت عمومي اجرائیوي رییس ملا محمدعیسی ثاني په مشرۍ د ترکمنستان برېښنا ترکمن انرګو رییس دردي الیاسف، د ترکمنستان – افغانستان - پاکستان په مسیر کې د برېښنا نړۍوالو پروژو مشر میر ارتیکوپ او د چالیک ترکي کمپنۍ اجرائیوي مشر حکمت سیزر ترمنځ درې ورځنۍ ناسته په کابل کې پای ته ورسېده.

سرچينه زياتوي: «د برېښنا شرکت د رهبرۍ له لوري د هرات نورالجهاد سب سټېشن پروژې په اړه هم ترکمنستان لوري سره خبرې وشوې او د تجهیزاتو رالېږد برخه کې د شویو پرمختګونو په اړه معلومات شریک کړل شول، یاده پروژه به د یوې اونۍ په اوږدو کې پیل او له بشپړېدو وروسته به هرات ولایت ته له ترکمنستان هېواد څخه ۱۰۰ مېګاواټه برېښنا وارده شي.»

د خبرپاڼې له مخې، په یاده ناسته کې د اندخوی– شبرغان– پلخمري په مسیر کې د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا لېږد مزي پروژې په اړه پرېکړه وشوه چې ترکمن اړخ به په څو راتلونکو ورځو کې مالي او تخنیکي وړاندیزونه برېښنا شرکت ته سپاري او شرکت به خپله پرېکړه د لوړپوړو چارواکو له تایید وروسته د وړاندیزونو پر بنسټ وړاندې کوي.

سرچینې زیاته کړې، په دې ناسته کې له ترکمنستانه افغانستان او پاکستان ته د برېښنا لېږد (TAP) پروژې پر وړاندې د رامنځته شوو خنډونو او کاري بهیر د دوام پر حل لارو هم خبرې وشوې.

په خبرپاڼه کې له جزئیاتو پرته راغلي، په ناسته کې ځینو اقتصادي بنسټیزو پروژو لپاره د نړۍوالو مرستو ټکني کېدو په اړه هم بحث شوی دی.

سرچینې د ترکمنستان برېښنا شرکت ترکمن انرګو له قوله لیکلي، د افغانستان برېښنا شرکت له لوري شوي وړاندیزونه به د خپل دولت له مشرانو سره شریک کړي او پایلې به یې راتلونکو ناستو کې د افغانستان برېښنا شرکت مشرتابه سره شریکې کړي.

د سرچینې په وینا، د یادې درې ورځنۍ ناستې په پای کې د افغانستان برېښنا شرکت، ترکمن انرګو او چالیک ترکي کمپنۍ ترمنځ ګډ پروتوکولونه لاسلیک شوي او یادو لوریو د ګډو همکاریو پر دوام د ټينګار ترڅنګ راتلونکي کې پر مهمو اقتصادي پروژو د ناستو بیا ځلې ترسره کېدو ډاډ ورکړ.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.