ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې د کولرا ناروغي ډېرېدو خلک اندېښمن کړي

بلخ کې د کولرا ناروغي ډېرېدو خلک اندېښمن کړي

author avatar
20 Jul 2022 - 15:14
بلخ کې د کولرا ناروغي ډېرېدو خلک اندېښمن کړي
author avatar
20 Jul 2022 - 15:14

مزارشریف (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۱): د بلخ ولایت عامې روغتیا مسوولین وایي چې د بلخ په ګډون د هېواد په شمالي ولایتونو کې زرګونه کسان پر کولرا ناروغۍ اخته شوي دي.

د بلخ حوزوي روغتون مسوول ډاکټر غوث‌الدین انوري پژواک خبري اژانس ته وويل، ولرا هغه انتاني ناروغي ده چې اخته شوی کس له شدید استفراغ او اسهالاتو سره مخ کوي.

انوري پر کولرا د اخته کېدو لامل د ناپاکو اوبو څښل بولي او زیاتوي چې دغه ناروغي ساري ده او له هر ناروغ کس څخه روغ ته سرايت کوي.

نوموړی دغه راز زیاتوي چې په دې وروستيو کې د هېواد په شمالي ولایتونو بلخ، سمنګان، جوزجان او فاریاب کې زرګونه کسان پر دې ناروغۍ اخته شوي دي.

بل لور ته خلک وايي چې په سيمو کې يې پاکې اوبه نشته ځکه پر دغې ناروغۍ اخته شوي دي.

محمد اسحق د سمنګان له دره صوف ولسوالۍ څخه د مزارشریف حوزوي روغتون ته راغلی دی.

هغه وایي چې مور یې درې ورځې وړاندې پر کولرا اخته شوې او اوس په دغه روغتون کې بستر ده.

نوموړی چې د مزارشریف ښار حوزوي روغتون له خدماتو خوښ دی، وایي چې په خپله سیمه کې پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري، نو ځکه یې مور پر دې ناروغۍ اخته شوې ده.

دغه راز د بلخ د چهاربولک ولسوالۍ اوسېدونکي حيات الله هم وويل چې په سيمه کې پاکې اوبه نه لري نو ځکه پر کولرا ناروغۍ اخته شوى دى.

په ورته وخت کې ډاکټران هم د کولرا پر ډېرېدو اندېښنه ښيي.

د بلخ حوزوي روغتون د کولرا وارډ ډاکټر خیرالله وایي چې د دغه روغتون د کولرا په وارډ کې تر ٢٠ ډېر ناروغان بستر دي خو د دغو ناروغانو شمېر ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې ده.

نوموړی وایي چې د کولرا ناروغانو ته روغتیایي خدمات په وړیا ډول وړاندې کېږي.

ده وويل چې په حوزوي روغتون کې د کولرا ناروغانو لپاره دا مهال سل بستره ځانګړي شوي خو دوى د پنځه سوو کسانو درملنې لپاره چمتووالى نيولى دى.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې په ټول هېواد کې کولرا ناروغي په چټکۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.

Views: 37

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.