کابل (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۱): په افغانستان کې د وروستيو طبيعي پېښو له زیانمنو شوو سره د روسيې د بشري مرستو دويمه جوپه نن کابل ته را ورسېده.
په افغانستان کې د وروستیو طبیعي پېښو زیانمنو شوو سره د روسیې د مرستو دویمه جوپه نن (چهارشنبه)، د کابل نړۍوال هوايي ډګر ته راورسېده او پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ته وسپارل شوه.
د پژواک د راپور له مخې، تېره ورځ د پکتیکا په ګیان او برمل ولسوالیو کې څو ځلې زلزله شوې او د سیمې خلکو ته یې ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت سرپرست غلامغوث ناصري د یادو مرستو د رسېدو پر مهال رسنیو ته وویل، د روسیې د بشري مرستو د دوام په لړ کې، دا ځل هم د روسیې د بشردوستانه مرستو یوه الوتکه چې ۲۳،۵ ټنه خوراکي او غېر خوراکي توکي په کې بار دي، کابل ته راورسېده.
نوموړي زیاته کړه، دغه مرستې به په افغانستان کې د وروستیو زلزلو او سېلابونو له امله زیانمنو خلکو ته ووېشل شي.
هغه وویل، د روسیې له ژمنې سره سم به د دغه هېواد بشري مرستې افغانستان ته دوام ولري او په نږدې راتلونکي کې به هم د ۵۰ ټنو وزن لرونکې خوراکي توکو بله جوپه کابل ته ورسېږي.
هغه له روسیې او نورو مرستندویه هېوادونو غواړي چې د افغانستان خلک دې په دغسو شرایطو کې یوازې پرې نږدي او خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
ناصري زیاته کړه، تېره ورځ د افغانستان په سوېل ختیځ کې د زلزلې له امله ۴۰ کسان ټپيان شوي خو څوک مړه شوي نه دي.
نوموړي وویل، پېښو ته د رسېدو وزارت مسلکي ټیم سیمې ته رسېدلی او د اړتیا وړ لومړنۍ مرستې یې له ځان سره وړې دي.
په همدې حال کې، په کابل کې د روسیې سفارت مرستیال انتون لاوروف وایي، نن د روسیې د بشري مرستو یوه بله برخه چې وریجې، کمپلې، خیمې او انټي سپټیک مواد پکې شامل دي، کابل ته رسېدلې ده.
هغه څرګنده کړه چې دغه مرسته د روسيې د بېړنيو پېښو وزارت له خوا په افغانستان کې د طبيعي پيښو له زيانمنو کسانو سره شوې ده.
هغه وويل: «موږ هيلهمند یو چې د بشري مرستو د رسولو په برخه کې به د روسيې او افغانستان ترمنځ همکاري دوام وکړي.»
دا په داسې حال کې ده چې د روسیې د بشردوستانه مرستو لومړۍ جوپه چې درمل، خیمې او کمپلې پکې شاملې وې، د چنګاښ په ۲۲مه، کابل ته رسېدلې ده.
Views: 27
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن