اتلانتا (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۱): په ټوله اروپا کې په بېسارې توګه ګرمي زیاته شوې او د هسپانیا لومړي وزیر ویلي چې تر اوسه یې له امله ۵۰۰ کسان مړه شوي دي.
د راپورونو له مخې، په یاد هېواد کې له شاوخوا لسو ورځو راهېسې هوا په بېساري ډول ګرمه شوې ده.
د دغه هېواد لومړي وزیر ویلي: «د ارقامو پر اساس د ګرمۍ په دې څپه کې د تودوخې له کبله څه باندې ۵۰۰ کسان مړه شوي دي.»
نوموړي له خپلو خلکو غوښتي چې له احتیاط څخه کار واخلي.
د امریکا غږ د راپور له مخې، له تېرو څو ورځو راهیسې د ګرمۍ یادې لوېدیځه اروپا ځپلې او هسپانیا بیا تر نورو ډېره زیانمنه شوې ده؛ دغلته د تودوخې درجه د سانتيګراد په حساب ۴۵ وه چې ۱۱۳ فارنهایټ کېږي.
بلخوا په بریتانیا کې هم د ګرم موسم له کبله اضطراري حالت اعلان شوی او خلکو ته ویل شوي وو چې له اړتیا پرته له کورونو ونه وځي. د اروپا په ځینو نورو هېوادونو کې هم خلکو ته د احتیاط سپارښتنه شوې ده؛ دا په تاریخ کې لومړی ځل دی چې په اروپا کې د تودوخې درجه په دې اندازه لوړېږي.
کارپوهان یې لوی لامل د اقلیم بدلون بولي.
د راپورونو له مخې، د لندن په ویننګټن کلي کې پرون د تودوخي کچه ۱۰۴ فارنهایټ ته رسېدلې چې ورسره جوخت په ځينو کورونو کې اور لګېدلی دی.
چارواکو د حرارت دغې کچې ته په کتو له ټولو اوسېدونکو غوښتي چې د خپلو کورونو په انګړ کې د کباب پخولو لپاره اورونه بل نه کړي.
په ټوله اروپا کې ځنګلي اورونه داسې مهال د پراخېدو په حال کې دي چې د تودوخې څپې د وچکالۍ لپاره لا ډېره زمینه برابره کړې ده.
که څه هم په فرانسې او بریتانیا کې هوا تر مخکې یو څه بېرته ښه شوې ده خو په یونان، هسپانیا او ایټالیا کې لا هم اور وژونکي د اور لمبو د پراخېدو د مخنیوي هڅې کوي. اور د فرانسې جنوب لوېديځ سیمه سخته ځپلې ده خو اوس یې د کنټرولو چارې پیل شوې دي.
Views: 289
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن