ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيا کې د دارالمعلمين يو استاد وژل شوى

پکتيا کې د دارالمعلمين يو استاد وژل شوى

author avatar
21 Jul 2022 - 14:31
پکتيا کې د دارالمعلمين يو استاد وژل شوى
author avatar
21 Jul 2022 - 14:31

ګردېز (پژواک، ٣٠ چنګاښ ١۴٠١): نامعلومو وسله‌والو د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز کې د دارالمعلمين يو استاد وژلى دى.

د يادې ادارې يوه استاد چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد استاد بخت‌محمد همت نومېده او له تېرو لسو کلونو راهيسې د پښتو څانګې استاد و.

د نوموړي په خبره، دغه استاد تېر ماښام په خټاوې سيمه کې کور ته پر لار و چې وسله‌والو پرې بريد کړى دى.

دغه‌راز د پکتيا د اطلاعاتو او کلتور رييس خالقيار احمدزي پژواک ته وويل چې دغه پېښه تېر مازیګر په اریانا پمپ سیمه کې رامنځته شوې ده.

ده وويل، ياد استاد لومړی ټپي شوى او روغتون ته له رسېدو وروسته یې ساه ورکړې ده.

نوموړى وايي، د پېښې اصلي لامل معلوم نه دى، خو ويل کېږي چې د شخصي ستونزو له امله وژل شوى دى.

د يادونې ده چې په تېرو څو مياشتو کې پکتيا کې د ورته وژنو څو پېښې رامنځته شوې دي.

Views: 518

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.