ګردېز (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۱): د دفاع او کورنیو چارو سرپرست وزیرانو د امنیتي ځواکونو له خوا د ولس پر ساتنه او چوپړ د ټینګار ترڅنګ ویلي چې دغه ځواکونو دې له تعصب او داسې کړنو ډډه وکړي چې د نفاق لامل کېږي.
د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، د دغه وزارت سرپرست وزير سراج الدين حقاني او د ملي دفاع سرپرست وزير مولوي يعقوب مجاهد د پکتيا منصوري قول اردو کې جوړې شوې غونډه ته ويناوې وکړې.
حقاني ویلي چې ټول امنيتي او دفاعي ځواکونه او منسوبين دې ښه نيت، اخلاص، اطاعت او پياوړې روحيه خپل اساسي اصول وګرځوي او له هر ډول غفلت، تعصب او ناغېړۍ دې ډډه وکړي.
نوموړي په دې غونډه کې چې د مشرانو او علماوو په ګډون د يادې قول اردو سلګونو منسوبينو ګډون درلود، د امنيتي ادارو او ځواکونو ترمنځ پر وحدت، زغم او اخلاص درلودو ټينګار کړی دی.
هغه زیاته کړې: «د افغانستان اسلامي امارت ټوله رهبري د مجاهدينو سرښندنو او قربانيو ته ارزښت قايل دي او تل به يې قدرداني کوي.»
ده دغه راز له امنیتي ځواکونو غوښتي چې له هر ډول داسې کړنو او ويناوو ډډه وکړي چې د نفاق او ناغېړۍ لامل کېږي؛ ځکه نن یې پر اوږو تر پخوا څو برابره دروند مسووليت پروت دی چې هغه د هېواد او ولس ساتنه او پالنه ده.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر يو ځل بيا ټينګار کړی چې د «مجاهدینو» مبارزه هيڅکله د موقف او مادي امتيازاتو لپاره نه، بلکې د هېواد د سرلوړۍ او خپلواکۍ لپاره وه.
دغه راز د خبرپاڼې له مخې د دفاع سرپرست وزير مولوي يعقوب مجاهد هم غونډې ته په خپله وينا کې پر ټولو د يووالي غږ کړی او ټينګار یې کړی چې له هر ډول قومپالنې، سمت پالنې، انډيوال پالنې څخه دې ډډه وکړي.
هغه زیاته کړې: «ټول افغانان، په ځانګړې توګه مجاهدين دې له تعصب څخه په کلکه ډډه وکړي او دا احساس بايد وموندو چې هر افغان او مسلمان زموږ ورور دى او موږ مکلف يو چې د دې ولس ساتنه او چوپړ وکړو.»
هغه د افغانستان د درې واړو امنيتي ارګانونو ترمنځ پر همغږۍ او همکارۍ ټينګار کړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP