Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هېواد مشهور غرختونکی علي‌اکبر سخي پاکستان کې غره ته د ختو پر مهال مړ شوی

کابل (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۱): د خپرو شوو راپورونو له مخې، د افغانستان مشهور غرختونکی په پاکستان کې k2 غره ته د ختو پر مهال د زړه حملې له امله مړ شوی دی.

دغه خبر د هېواد رسنیو د پاکستان د ډان ورځپانې له قوله ورکړی دی.

علي اکبر سخي د غرختلو اتل، د غر ختونکو مشر او د پاکستان کي ټو غره د ختونکې ډلې غړی و.

د اکبر سخي یوه خپلوان رسنیو ته ویلي: «د هغه د مرګ لامل تر اوسه نه دی معلوم، ښايي د اکسېجن د کموالی یې لامل شوی وي؛ ځکه څو چې د ځمکې له سطحې لوړ ځو، د کسېجن کچه کمېږي.»

د هغه په خبره، علي اکبر د بغلان د دوشي ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی و او د غرختلو برخه کې روښانه کارنامې لري، هغه او نهه کسیزه ډله یې په دې توانېدلې وه چې د ۲۰۲۰ کال د اګسټ په ۶مه په ۱۷ ورځو کې د افغانستان په شمال شرق کې د نوشاخ څوکې ته ځان ورسوي، یعنې د افغانستان تر ټولو لوړه څوکه فتح کړي.

ویل کېږي چې تر اوسه ۳۷۷ غرختونکي پر دې توانېدلي چې د دغه غره لوړې څوکې ته ځان ورسوي او د دې لوړې څوکې د فتحې ویاړ ترلاسه کړي.

علي اکبر سخي لومړی افغان غرختونکی دی چې د دغه غره لوړه څوکه فتح کړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.