کابل (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۱): د رییس الوزرا سیاسي مرستیال په داسې حال کې چې د هېواد اقتصادي وضعیت مخ پر ښه کېدو بولي وايي، د خلکو لپاره هر ډول اسانتیا، پرمختګ، ټولنیزه او اقتصادي سوکالي د سرپرست حکومت له لومړیتوبونو دي.
سرچینه کاږي چې دې لیدنه کې د د ځدراڼو قومي مشر حاجي زنګي خان د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او له اسلامي امارته د ملاتړ ترڅنګ یې د خپلو خلکو اقتصادي او ټولنیزې ستونزې د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره شریکې کړې.
له بلې خوا، سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وویل چې د خلکو پرمختګ، ټولنیزه او اقتصادي سوکالي د اسلامي امارت له لومړیتوبونو دي.
هغه زیاته کړه: «د هېواد اقتصادي وضعیت مخ په ښه کېدو دی؛ د ټولو مامورینو معاشونه پر وخت اجرا کېږي او دا لړۍ به ان شاالله په همدې ډول دوام ولري.»
د یادونې ده، د ۱۴۰۰ کال د اسد د ۲۴مې له بدلون وروسته د نړۍ ټولو هېوادونو له افغانستان سره خپلې مرستې بندې کړې او د امریکا متحده ایالتونو د افغانستان څه باندې نهه میلیارد ډالر کنګل کړل.
سره له دې چې سرپرست حکومت د مامورینو معاشونه ورکوي، خو د ډېری خلکو اقتصادي وضعیت ښه نه دی.
د یادونې ده، په هېواد کې د ځینو هېوادونو او خیریه بنسټونو له خوا هره ورځ د خوراکي توکو مرستې وېشل کېږي.
Views: 42
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن