اټلانټا (پژواک، ۳۱ چنکاښ ۱۴۰۱): د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د انګلستان د کرکټ پخوانی لوبغاړی جانتن ټروټ یې د ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه ګومارلی دی.
د کرکټ بورډ له خوا د چنګاښ په ۳۱مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ټروټ به د ايرلینډ پر وړاندې راروانو لوبو لپاره د افغان لوبډلې مشري پر غاړه واخلي.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په راتلونکې اګست مياشت کې له ايرلینډ سره پنځه شل اووريزې سيالۍ لري.
تر دې مخکې د انګلستان پخوانی توپوهونکی ګراهام تورپ د افغان ملي لوبډلې د روزونکي دنده پر غاړه لرله.
دا په تېرو څو مياشتو کې د افغانستان ملي لوبډلې لپاره درېيم روزونکی دی چې ګومارل کېږي.
جانتن ټروټ چې تکړه توپوهونکی بلل کېږي، د انګلستان لپاره يې ټولې ۲۵ ټېسټ لوبې کړې چې ۹ سليزې، ۱۹ پنځوسيزې او ټولې ۳۸۳۵ منډې يې جوړې کړې دي. نوموړي په يو ورځنيو لوبو کې بيا ۴ سليزې او ۲۲ پنځوسيزې لري او ټولې ۲۸۳۸ منډې يې ترسره کړې دي.
هغه تر دې مخکې د انګلستان ملي لوبډلې سره په بېلابېلو برخو کې د روزونکي په توګه دنده ترسره کړې ده.
Views: 36
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن