لښکرګاه (پژواک، ۱ زمری ۱۴۰۱): په هلمند ولایت کې مېشت کوچيان وايي چې نه سرپناه لري او نه د څارویو لپاره یې مناسب څرځايونه شته دي.
دوی له حکومته غواړي چې سرپنا او څرځایونه دې ورته برابر کړي.
د اللهداد په نوم یوه کوچي چې په لښکرګاه کې د هلمند سیند پرغاړه يې کېږدۍ درولې، پژواک خبري اژانس ته وویل چې خپله ځمکه نه لري او خلک هم دوی ته د رمو څرولو او کېږدۍ وهلو اجازه نه ورکوي.
ده وویل: «ځمکه او د اوسېدو ځای نه لرو، وچکالي ده، مالونه مو په نس نه دي ماړه، له حکومته غواړو چې زموږ د سرپناه او د څارویو د څرځایونو غم وخوري.»
د جمعهګل په نوم یوه بل کوچي هم پژواک ته وویل چې د دوی مېنې او څرځایونه په تېر نظام کې غصب شوي او اوس د څارويو څرولو لپاره مناسب ځای نه لري.
ده زیاته کړه: «د نادعلي ولسوالۍ اړوندې دښتې او څړځايونه اوس ټولې کرنیزې ځمکې دي او خلکو غصب کړې، موږ نه پوهېږو چې چېرته لاړ شوو، هېڅوک مو نه پرېږدي. «
په هلمند کې د کوچیانو چارو امر مولوي محمدګل هم د کوچيانو ستونزې ومنلې.
ده زياته کړه: «کوچیان رښتیا هم په دغه ولایت کې د مېنو لپاره ځای، د څښاک پاکې اوبه، ښوونځي او کلینیک نه لري او ستونزې يې ډېرې دي.»
بلخوا بیا د هلمند د کرنې او مالدارۍ ریاست د څرځایونو امر انجنیر عبدالکافي که څه هم د کوچیانو د دغې ادعا په اړه چې ټولې دښتې او ځمکې د خلکو له خوا غصب شوې، څه نه وایي، خو دا مني چې کوچیان ستونزې لري او په خبره یې د ستونزو د حل په موخه یې هڅي پیل کړې دي .
نوموړي وویل: «د کوچيانو لپاره د اوبو پر دوو لویو ذخیرو کار روان دی او له موسساتو هم دې برخه کې مرستې غواړو چې په ریګي سيمو کې د کوچيانو لپاره مناسبې مېنې او څرځایونه ور معلوم کړو.»
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP